افغان حاجیانو دحج مناسک په ښه او منظمه توګه ترسره کړل

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۱:۳
ختم مراسم

مکه مکرمه – ۱۳ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۰ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دافغانستان پوره (۳۰)زره حاجیانو دافغانستان اسلامي امارت دارشاد،حج او اوقافو وزارت دمدیریت او نظارت لاندې دسږني حج مناسک په ډیره منظمه او بریالۍ توګه پای ته ورسول.

د ذوالحجې میاشتې په اتمه حاجیان د حج د مناسکو پیل لپاره له مکې مکرمې څخه مِنیٰ ته انتقال شول، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري ورته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې وې.

په مِنیٰ کې د شپې له تیرولو وروسته د ذوالحجې په نهمه چې د حج تر ټولو مهمه ورځ بلل کېږي د خپلو معلمینو په ملتیا عرفات ته ورسیدل دورځې تر پایه یې هلته وقوف،دعاء، تلاوت،استغفار او نوافل ترسره کړل.

دارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د عرفات په میدان کې د افغان حاجیانو سره له نږدې وکتل، دهغوی خیمو ته ورغی او د برابر شویو سهولتونو او اسانتیاوو څخه یې له نږدې لیدنه وکړه او هغوی ته یې هر اړخیزه مفصله وینا واوروله، همداشان په دغو خیمو کې د افغان حاجیانو معلمینو لخوا حاجیانو ته د عرفې ورځې د فضیلتونو په اړه ځانګړې ویناوې وشوې، تر لمرلوېدو وروسته حاجیان د وزارت له لوري مزدلفې ته انتقال شول هلته یې د ماښام اوماخوستن لمونځونه یو ځای اداء او د شپې په تیرولو سره عبادتونه وکړل، د سهار لمانځه وروسته یې وقوف تر سره او د جمراتو لپاره یې کاڼي راټول کړل.

د ذوالحجې په لسمه چې د قربانۍ او د جمره عقبې د ویشتلو ورځ ده افغان حاجیان د مزدلفې څخه د خپلو معلمینو په ملتیا جمراتو ته ورسیدل، هلته یې شیطان اووه ډبرې وویشته، په همدې تر تیب په پاتې ورځو کې هم د جمراتو ویشتلو دوام وکړ، چې د حج دغه مناسک د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښو ترتیباتو او هراړ خیزو خدماتو تر سیوري لاندې ترسره شول.

الحمدلله د مشاعرو د ورځو په جریان کې کومه لویه ستونزه رامنځته نه شوه او دغه مبارکې ورځې په ډېر منظم او نورمال ډول مدیریت شوې او حاجیان له مِنیٰ څخه خپلو عمارو (هستوګنځایونو) ته راستانه شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۲:۴۷
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزیر دسعودي عربستان دحج او عمرې وزارت له لوري د «ختامه مسک» جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه،دوشنبه۱۳ذوالحجه۱۴۴۶هـ ق مطابق۲۰ جوزا ۱۴۰۴هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

افغان حاجیانو دحج مناسک په ښه او منظمه توګه ترسره کړل

مکه مکرمه – ۱۳ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۰ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دافغانستان پوره (۳۰)زره حاجیانو دافغانستان اسلامي امارت دارشاد،حج او اوقافو وزارت دمدیریت او نظارت لاندې دسږني حج مناسک په ډیره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

BACK TO NEWS