د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ولایتي رئیسانو او کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه سیمینار پیل کړ

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۰:۶
سمینار

۴ جمادي الأولی ۱۴۴۵ هـ ق (۲۷ عقرب ۱۴۰۲ هـ ش)

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پلازمینه کابل کې د دې وزارت اړوند ټولو ولایتي ریاستونو رئیسانو او کارمندانو ته په ارشادي، حج، اوقافي، اداري، ظرفیت لوړولو او په  ستونزمنو حالتو کې د پریکړو کولو برخه کې اوونیز سیمینار پیل کړ.

د یاد سیمینار د پرانیستي په غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ مرستیال  مولوي عبدالولي حقاني او ددې وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارمندانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه سیمینار د اداري کارونو د ښه ترسره کولو او د خپلو مسؤلیتونو د پيژندلو په برخه کې خورا مهم وباله او زیاته یې کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د داسي سیمنار  پیلدل بې ساری ګام دی.

د غونډې په لړ کې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال خبرې وکړې، نوموړي وویل: یاد سیمینار څلور اساسي برخې لري چې لومړی برخه  یې ارشادي برخه ده په دې برخه کې د جوماتونو او ارشادي برخو په اهمیت، اغېزو او اړتیاوو خبرې کېږي، دویم د حج په برخه کې د هېواد دننه او په سعودي عربستان کې افغان حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو خبرې کېږي، دریم د اوقافي ملکیتونو نظارت او د عوایدو راټولولو په موضوعاتو خبرې کېږي. څلورمه برخه یې د مالي او اداري برخو په موضوعاتو به هم خبرې وشي، د دې اساسي برخو سربیره به د کارمندانو په ظرفیت لوړونه، او په کاري برخه کې د دوی د شخصي تجربو څخه د غوره استفادې په میتودونو هم له دوی سره کار وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ د ممتازو حافظانو او قاریانو په اعلانولو او تقدیر سره پای ته ورسېدې

سه شنبه، ۱۶/رجب المرجب/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۶جدي/۱۴۰۴هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم د حفظ مع التجوید او حُسنِ قراءت دغه مسابقې څه موده وړاندې د ټول هېواد په کچه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ پیل شوې

چهارشنبه، ۱۰/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۰/جدي/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع‌ التجوید د دیارلسمې دورې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او د بېلابېلو ولسوالیو له امامانو او علماء کرامو سره وکتل

سه شنبه، ۲/ رجب المرجب/۱۴٤۷هـ ق، مطابق ۲/جدی/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د بغلان ولایت له والي، محترم. . .

BACK TO NEWS