د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په ټول هېواد کې د حاجیانو د معلمنیو ارزیابي او آزموینې بهیر پیل شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۳
امتحان معلمین

۷ رمضان المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۹ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)

نن: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په مرکز د حاجیانو په مجتمع کې او په ولایاتو کې ددې وزارت په ریاستونو کې د حاجیانو د معلمینو ارزیابي او آزموینې بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري د راتلونکي کال د حج په پروسه کې د اسانتیاوو او روڼتیا په موخه د یوې آزادی سیالۍ له لارې هغه علماء کرام چې دیني علومو (لویې دورې) څخه د فراغت معتبر سند ولري، سیرت او صورت یې په شریعت برابر وي او د حجاجو د خدمت کولو توانايي ولري د آزموینې تر بریالي کېدو وروسته به د حجاجو کرامو د معلم په حیث په دندو وګمارل شي.

په مرکز کې د شپږ کسیزه هئیت مسؤل او د مقام دفتر رئیس قاري عبدالصبور فاروق وایی: چې په دې پروسه کې (۱۲۰۰۰) تنو څخه زیات شیوخو او علماء کرامو نوم لیکنه کړې وه، چې (۲۱۹۳) تنه یې یواځې د کابل ښار د نواحیو څخه دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په مرکز کې هره ورځ له (۲۰۰) تنو څخه زیات شیوخو او علماء کرامو ارزیابي او آزموینه اخیستل کیږي او دا لړی دوام لری.

د یادونې وړ ده چې د آزموینې د روڼتیا او شفافیت په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په مرکز کې شپږ کسیزه هئیت او په ولایتونو کې ددې وزارت درې کسیزه هئیت، د ولایت مقام مسؤل، د علماوو شورا مسؤل او ددې ولایت د ارشاد، حج او او قافو رئیس په شتون کې له هغو شیوخو او علماء کرامو څخه آزموینه واخلی چې مخکې يې نوم لیکنه کړې وه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS