د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره پلاوي ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار له مسؤلینو سره د کتنې ترڅنګ د دغه ښار له اسلامي مرکزونو او مدرسو څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۳۰
سفر ازبکستان

دوشنبه ٩ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (٢٩ حوت ۱۴۰۲ هـ ل)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار ته ورسېد، چې ددې ښار د والي، حکومتي مسؤلینو او د یاد ولایت د علماوو له لوري یې تود هرکلی وشو.

په دغه کتنه کې د ازبکستان هېواد د بخارا ښار له مسؤلینو سره د افغانستان د اسلامي امارت د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې ډول د ارشاد، حج او اوقافو په برخه کې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د هر اړخیزه اړیکو، همکاریو، له یو بل سره د اوقافو په برخه کې د نظرونو شریکولو او په مدرسو کې د تدریس د کیفیت د ښه والي په تړاو خبرې وشوې.

تر لیدنو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل پلاوي یې د مرحوم میر عرب اړوند عالي مدرسې، ټولګیو، جومات او د نوموړي د مقبرې، د جویبار کلان مدرسې، د حضرت امام ابو حفص کبیر رحمة الله د مقبرې، د حضرت سید امیر کُلال د مقبرې او د حضرت امام خواجه بهاءالدین نقشبندي له مقبرې او جومات څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۷:۱۱
Background image

په ټول هېواد کې د قرآن کریم د ترجمواو تفسیر دورو د پیل لپاره د چمتوالي غونډه ترسره شوه

۱۴ رجب ‌المرجب ۱۴۴۶هـ ق (۲۶ جدې ۱۴۰۳هـ ش)

د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر د دورو دپیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حاجیانو لپاره د خدمتونو او آسانتیاوو برابرولوتړون لاسلیک شو

۱۲رجب المرجب ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۴جدې ۱۴۰۳هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج ، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ با صلاحیته استازي د ۱۴۴۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري په تورخم عمري کمپ کې یو محراب جامع جومات پرانېستل شو جمعه ۹ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۱ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالی کمیسیون، د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کميټې له لورې چې مشري یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال په. . .

BACK TO NEWS