د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خبري کنفرانس له لارې د روان کال د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه اعلان کړل

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۷:۱۹
سهمیه پول حجاج

پنجشنبه ۶ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ ق (۱۶ حوت ۱۴۰۳ هـ ش) کابل، افغانستان

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو خبري کنفرانس له لارې د حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره تنه او د حج فریضې د اداء کولو لپاره د هر حاجي ټول لگښت (۲۸۲۰۹۰) دوه لکه او دوه آتیا زره او نوي افغانۍ اعلان کړ. په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب، ددې وزارت مرستیالان؛ مولوي عارف الله عارف، شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د رسنیو استازو گډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال د حج پروسې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د لوی الله جلّ جلاله په توفیق او نصرت او د اړوندو امارتي ارګانونو په همکارۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هڅه کړې چې د  افغان حاجیانو اقتصادي وضعیت ته په کتو، په کمو او مناسبو لګښتونو د حاجیانو لپاره لازمې آسانتیاوې او سهولتونه رامنځته کړي چې له ډېر غور او دقت وروسته او د اضافي مصارفو څخه په مخنیوي سره سږ کال د یو تن حاجي لګښت دوه لکه او دوه آتیا زره او نوي افغانۍ (۲۸۲۰۹۰) او د ټولې پروسې لګښت آته میلیارده او دوه سوه او آته آویا میلیونه او اُووه لکه، اووه آویا زره او درې سوه او شل افغانۍ (۸۲۷۸۷۷۷۳۲۰) ټاکل شوی دی. همداشان د سعودي عربستان لخوا د راکړل شوې سهمیې مطابق حرمینو شریفینو ته د حاجاینو د لېږد او رالېږد په موخه په داخل او خارج کې پر وخت لازم، ګټور او پرله پسې اقدامات او فعالیتونه ترسره کړي چې ځینې یې په لاندې ډول دي: -د سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره دیرش زره (۳۰۰۰۰) د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې اخیستلو لپاره جدي هڅې روانې دي. -د حج سهمیه د عامو حاجیانو ترڅنګ، مجاهدینو، امارتي اداراتو، د شهیدانو وارثانو، معلولینو او په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توګه مشخصې شوې دي. -سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد په موخه د آریانا افغان امارتي او کام ایر خصوصي شرکتونو سره قراردادونه ترسره شوي دي. -د حجاج کرامو د لارښوونې او هغوی ته د حج د مناسکو د تعلیم او زده کړې ورکولو په موخه د حاجیانو د معلمینو د ټاکلو پخاطر، مرکز او (۳۴) ولایتونو ته د وزارت له لوري با صلاحیته پلاوي ولېږل شول، چې د اړوندو ولایتونو له علماء کرامو څخه یې د معلمۍ آزموینې واخیستلې، په آزموینو کې بریالي کسان به د حاجیانو سره د معلمینو په توګه حرمینو شریفینو ته ولیږل شي. -سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لېږل شوي هیئت له لوري د حاجیانو لپاره د هستوګن ځایونو، تغذیې، ټرانسپورټ او نورو برخو کې اړین قراردادونه پر وخت او لا له وړاندې ترسره شوي دي. -په مکه مکرمه کې د ټولو حاجیانو لپاره حرم شریف ته نږدې په دریو مهمو او مناسبو ساحو کې تعمیرونو نیول شوي دي او همدارنګه د تېرو کلونو په څیر د حاجیانو د غوښتنې او ضرورت له مخې د درې وخته ډوډۍ انتظام برابر شوی دی. د یادونې وړ ده له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال کې د حج نوبت ورسېدلی او لومړۍ قسط یې تحویل کړی دی، هیله کیږي چې د خپل دویم او وروستي قسط پیسې راتلونکې یکشنبې ورځې ۹/رمضان المبارک/۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۹/حوت/۱۴۰۳هـ ش نېټې په پلازمینه کابل کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په هر ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو  ولایتي ریاستونو څخه د حج د یاد لګښت د تحویلۍ تعرفه ترلاسه او په اړوند بانک کې یې تحویل کړي او د نوې نوملیکنې او امارتي اداراتو سهمیې محترمو حاجیانو چې تر اوسه یې هیڅ مبلغ نه دی تحویل کړی باید د حج د اداء کولو ټولې پیسې په یو ځل تحویل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۷:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خبري کنفرانس له لارې د روان کال د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه اعلان کړل

پنجشنبه ۶ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ ق (۱۶ حوت ۱۴۰۳ هـ ش) کابل، افغانستان

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو خبري کنفرانس له لارې د حاجیانو سهمیه (۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره د ۱۴۴۶هـ ق کال د حاجیانو د لېږد او رالېږد تړون لاسلیک کړ

یکشنبه ۱۰شعبان المعظم ۱۴۴۶هـ ق( ۲۱ دلو کال ۱۴۰۳هـ ش )

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب نن د خپل کار په دفتر کې له آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د حج پچه اچونه (قرعه کشي) ترسره شوه

۴ شعبان المعظم۱۴۴۶هـ ق (۱۵ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په پلازمینه کابل او په ټولو ولایتونو کې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال د حج لپاره د. . .

BACK TO NEWS