د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر سره وکتل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۹:۷
وزیر دولت در امور شهدا

کابل ۔ نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په خپل کاري دفتر کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره د معلولیت د ملي ستراتیژۍ او د هغې د تطبیقي پلان او د دواړو ادارو تر منځ د ګډې همکارۍ په موخه خبرې اترې وکړې.

په پیل کې ښاغلي اریوبي د معلولیت د ملي ستراتیژۍ په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل: د معلولیت ملي ستراتیژي د معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د ښه والي او د هغوی د ژوندانه ستونزو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې ده، چې د هغوی د ژوند لس کلن لرلید ښيي.

نوموړي زیاته کړه، چې موږ د هر وزارت تطبیقي پلان له وړاندې جوړ کړی او ددې پلان د غني کېدو لپاره یې له ټولو وزارتونو او ادارو سره شریک کړی دی، هره اداره کولای شي د خپل کاري استقامت سره سم خپل تخنیکي وړاندیزونه او نظريې په هغه کې ځای پر ځای کړي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د هغه وزارت له رهبري څخه مننه وکړه، چې د مؤثرې او پرځای ملي ستراتیژي په جوړولو کې یې اقدام وکړ، او په دې برخه کې یې ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه. د معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته او همکاري یو دیني مسؤلیت دی او دا وزارت به د معلولیت د ملي ستراتیژي په تطبیق کې د شهیدانو او معلولینو له وزارت سره په همغږۍ کار وکړي. نوموړي وویل، چې د هېواد په ټولو جوماتونو کې به د معلولیت لرونکو وګړو لپاره اسانتیاوو ته لاسرسی په نظر کې ونیسي او په مرکز او ولایتونو کې به د جوماتونو د منبرونو له لارې د معلولینو د حقونو په اړه به د عامه پوهاوي پروګرامونه په لار واچوي.

ورپسې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مقام تخنیکي سلاکار حبیب خان ځاځي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د ملي ستراتیژي پر محتوا خبرې خبرې وکړې، چې له هغې جملې څخه يې ټولنیز ادغام، زده کړې، عامه پوهاوی او دغه وزارت کې یې د معلولیت لرونکو وګړو استخدام یاد کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریاليتوب سره بشپړه شوه

۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ چې د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته په منظم ډول پیل شوې وه، په بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

BACK TO NEWS