د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د مرکزي زون ولایتونو لاندې محترمو حاجي صاحبانو ته خبرورکول کیږي، چې د سفر د اسنادو د طی مراحل کولو او له کابل څخه مدینې منورې ته په لسمې او یوولسمې الوتنې کې د دوی د تنظیمولو په موخه، د سه شنبه په ورځ (۲/ جوزا/ ۱۴۰۲هـ ش - ۳/ ذوالقعده/۱۴۴۴ هـ ق) د غرمې ۰۰: ۱ بجې ته، د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته د دویم قسط د تحویلۍ له اصلي آوېز او د حج اړوندو وسایلو او توکو سره حاضر شي: ۱- د ننګرهار ولایت (۳۸۰) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۲- د غزنی ولایت(۲۶۳) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. د ټولو محترمو حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي. د یادونې وړ ده چې د حجاجو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جداً منع دي. د پورتني ذکر شویو شمېرو حاجیان کولایشي د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له ویبپاڼو او ټولنیزو پاڼو څخه نور معلومات ترلاسه کړي . 1- د وزارت ویب سایټ: https://www.mohia.gov.af 2- د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست 3- د ټویټر صفحه: https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08 4- د وزارت انسټګرام: https://instagram.com/nasharat_hajj 5- ټیلي گرام: https://t.me/MinstryAfghanistanhajj 6- یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان د ختم اداء کولو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عالي قرائتو معهد، چې د هېواد په کچه د سبعه عشره قرائتو د  تخصص ترلاسه کولو لومړنی رسمي مرجع ده، هغه کسان چې د دولسم ټولګي (د دیني مدرسو او رسمي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج لپاره د نوې نوم لیکنې بهیر پیل کړي.

په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د . . .

Back to announcements