د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه حج

د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د حج مراسمو د نه ترسره کېدو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه! شنبه ۲۲غبرګولی ۱۴۰۰ درنو هېوادوالو! لکه څرنګه چې په جریان کې یاست، چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، د سعودي عربستان شاهي دولت نن اعلان وکړ، چې سږ کال به یو ځل بیا د فرضي حج مراسم د کرونا وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یواځې په سعودي عربستان کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مېشت (60000) شپېته زره تنه مسلمانان د لازمو وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو سره د حج مراسم ادأ کړي. د شرعي نصوصو په رڼا کې، چې نفس ساتل د اسلامي شریعت یو له مهمو مقاصدو څخه ګڼل کېږي او د حفاظت لپاره د وقایوي تدابیرو نیول اړین دي او په دې برخه کې هر ډول تسهیل کولی شي، چې د نفس د هلاکت سبب شي، چې شرعاً دا کار ناجایز دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم روانو حالاتو ته په کتو، چې کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې ده او له دې ویروس څخه مو هېوادوالو ته زیات تلفات اوښتي دي، نو په داسې حالاتو کې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلکو د حج مراسمو ته راتګ او په دې وخت کې د حج مراسمو ترسره کول بې له شکه چې ددې ویروس په وجه د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راوستی شي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري د سعودي عربستان شاهي هېواد له دغې پريکړې چې د روغتیايي اوقایوي تدابیرو په نظر کې نیولو سره چې د درنو حاجیانو د حفاظت او روغتیا لپاره يي اوسنیو حالاتو ته په کتو تر سره کوي معقوله او منقطقي پرېکړه بولي او درناوی یې کوي. د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۲هجري قمري کال چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال سره سمون خوري د حاجیانو د لېږد لپاره خپل بشپړ چمتوالی درلود، چې له بده مرغه د کرونا ویروس د خپرېدو په وجه سږ کال یو ځل بیا د بهرنیو هېوادونو لپاره د حج مراسم وځنډېدل. د روان کال درنو او متدینو د حج متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې ستاسې نوبت راتلونکي کال لپاره محفوظ پاتې کېږي او سږ کال دې اړونده ادارو ته له راتلو ډډه وکړي او د خپلو بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي او مرستې سره د حج په میاشتو کې دې د حج په ثواب کې عملاً ځان شریک او د هغې میاشتې ثواب دې ځان ته حاصل کړي. 

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۹:۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، چې د قرآن کريم د نړيوالې سيالۍ دوه څلويښتم پړاو، د ټول قرآن کریم حفظ مع التجوید، د تحقیق قراءت مع التجوید (حسن قراءت) او د ترتیل قراءت مع التجوید او حسن الأداء په برخو کې، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د رسنیو درنو او قدرمنو استازو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج بهیر د بریالیتوب سره پای ته رسېدو او هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي پرواز د راتګ هرکلي په مناسبت یوه ځانګړې . . .

Back to announcements