د ارشاد حج او اوقافو د رهبری هیئت د تسلیت پیغام
 
              په خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې نن دجمعې دلمانځه پرمهال دکابل ښار نهمې ناحیه کې دالتقوا مسجد په جاودنه کې دهېواد دعلماو شورای ستر سلاکار مفتی سمیع الله ریحان په شهادت ورسیده او دتل لپاره یې له دې نړۍ سترګې پټې کړی. انالله وانا الیه راجعون دارشاد,حج اواوقافو وزارت درهبرۍ هئیت اوکارکوونکې دنومړي شهادت یوه ستره تشه او داکار داسلام دښمنانو کړنه بولي. شهید کورنۍ او دوستانوته دتسلیت مراتب وړاندې کوي, اروښاد ته فردوس جنت کورنۍ اودوستانوته یې جمیل صبر دالله عزوجل له درباره غواړې او دهېواد دامنیتي ارکانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د داسې غیر بشري او اسلامي. کړنو مخه ونیسی او عامیلن اودقانونمنګولوتهیېوسپاری
 
           
           
           
           
           
           
           
           
           
           
           
          