د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د فرش (جای نماز)د وېش لړۍ بشپړه شوه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۵
فرش مساجد

سه شنبه، ۶ جمادي الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مفتي نور محمد ثاقب صاحب د هدایت له مخې، د یوې مؤظفې کمېټې تر څارنې او نظارت لاندې د کابل ښار په شمول د ټولو ولایاتو یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو لپاره دشپږویشت زره، اته سوه او یو اتیا (۲۶،۸۸۱) متره مربع فرش (جای نماز) د وېش لړۍ، نن د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې بشپړه شوه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې ورپسې د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام رئیس، مولوي امین‌ ګل عادل خبرې وکړې او ویې ویل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دا پروسه د جوماتونو د اړتیاوو د پوره کولو او د لمونځ کوونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه عملي کړه.

نوموړي زیاته کړه: د محترم وزیر صاحب د هدایت پر اساس د وزارت د طرح شوي پلان او د موظفې کمېټې د څېړنو له مخې، هغه جوماتونه چې د فرش اړتیا یې لرله، د وزارت له بودیجې څخه ورته یاد مقدار فرش (جای نماز) تدارک او واخستل شو، چې د ترتیب شوي جدول له مخې یې نن د کابل ښار یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د وېش پیل شوې لړۍ بشپړه شوه او ټاکل شوې ده چې دا بهیر به په راتلونکې کې هم دوام ومومي او په تدریجي ډول به د هېواد پاتې جوماتونو ته هم وغځول شي.

‏د یادونې وړ ده، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو، چې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی وو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له دغه نیک او ارزښتمن اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه لړۍ دې په راتلونکې کې هم جاري وساتل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د فرش (جای نماز)د وېش لړۍ بشپړه شوه

سه شنبه، ۶ جمادي الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مفتي نور محمد ثاقب صاحب د هدایت له مخې، د یوې مؤظفې کمېټې تر. . .

BACK TO NEWS