د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د کب ۱۶مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي، چې د یاد کنفرانس د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
ویناوال: د وزارت رهبري
موضوع: د حج د سهمیې او مصارفو په اړه معلومات
وخت: پنجشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۱۶، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې، هیله ده په ۹:۳۰ بجو تشریف راوړئ.
ځای: مرمرینه ماڼۍ، د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز.