د مدينې منورې د حج بعثې رئیس د موسم المدينه شرکت له رئیس سره وکتل
۸ ذوالقعده ۱۴۴۴ هـ ق (۷ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)
د مدينې منورې د بعثې رئيس مولوي شهاب الدين ثاقب په مدينه منوره کې د افغان حج د بعثې په دفتر کې د "موسم المدینه المنزل السیاحیة" شرکت له رئیس محمد قصلی علی آل مساعد سره وکتل او په مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړي.
ښاغلي ثاقب په مدینه منوره کې د مرکزي عمارو اجارې په اړه خبرې وکړې او د قرارداد په بشپړ تطبیق یې ټینګار وکړ.
ورپسې ښاغلي آل مساعد په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.