د وزارت مرستیال د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دورو د څارنې او ارزونې په تړاو میدان وردگو ولایت ته ولاړ

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۳۷
معین مسلکی

۲ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۲۲ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث زر محمد حقاني او ورسره مل پلاوي د بامیان ولایت څخه وروسته په میدان وردگو ولایت کې له هغو نظامي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، چې د دغه وزارت له لوري په کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې د شعبان المعظم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وې.

د یادو نظامي مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي حقاني د قرآن کریم په فضيلت او اهمیت خبرې وکړې.

ښاغلي حقاني علماء کرامو ته په خطاب کې وویل: علماء کرام مسؤلیت لري چې د دین د خدمت لپاره د جوماتونو او منبر له لارې عامه ولسونو ته دغه اوسنی، اسلامي او شرعي نظام تشریح کړي او د دې اسلامي نظام د بقا لپاره خلک له اسلامي نظام سره وصل کړي.

د یادونې وړ ده چې د میدان وردگو ولایت اړوند په اتوو (۸) نظامي مرکزونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې تر سره کېږي، چې د یادو نظامي مرکزونو څخه سلگونه تنه مجاهدین د تفسیر او ترجمو په دورو کې گډون کو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS