د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۶۷) قلمه د پرنټر رنګونه او فوټو کاپي ماشینونو د برابرولو او تدارک پروژه

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۶۷) قلمه د پرنټر رنګونه او فوټو کاپي ماشینونو د برابرولو او تدارک پروژه د «ذبیح الله لغماني» په نوم تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۱۵۴۰۸۸) ده او د کابل ښار د صدارت څلور لارې په سیمه کې موقعیت لري، په ټولیزه بیه د (۹۰۰,۰۰۰) نهه سوه زره افغانیو په ارزښت ورکړی.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض له دې اعلان څخه د اوو (۷) تقویمي ورځو په موده کې، له اړینو دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې په لیکلي ډول وړاندې کړي.
یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د لاسلیک معنا نه لري او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه نه شي او قانوني مراحل پای ته ونه رسېږي، قرارداد به لاسلیک نه شي.