په افغانستان کې د جګړې په اړه د کویټ دولت د علماوو او مشایخو د څرګندونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رسنیزه اعلامیه

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۳:۲۸

پنجشنبه ٢٩ لړم ١٣٩٩


نن د کویت دولت د علماوو، مشایخو او متنذینو په غوښتنه په افغانستان کې د جګړې د غندنې تر څنګ روانه ورور وژنه ناروا بللې او د عاجل اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه یې کړې.
د کویټ مخورو او بانفوذه عالمانو د رسنیو په وړاندې په افغانستان کې روانه جګړه وغندله او له اسلام او جهاد سره یې د هغې اړیکې رد کړې.
دغو دیني عالمانو د ښکاره دیني نصوصو په استناد په افغانستان کې د جګړې سمدستي پای او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.
په دغه رسنیز غوښتنلیک کې راغلي"زموږ نظر دادی، چې: نور په افغانستان کې د روان جنګ لپاره، او په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې د طالبانو تحریک د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کړه، هیڅ نوع شرعي مبرر او دلیل نشته، نو په شرعي لحاظ د قرآنکریم او احادیثو د نصوصو په رڼا کې او د عقل پر بناء نور دا جایز نه دی چې یو اړخ دې په بل اړخ مسلح بريدونه وکړي یا دې دغه جنګ د اسلام مقدس دین او جهاد ته منسوب کړي."
د علماوو دغې ډلې د قرانکریم او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو په استناد په افغانستان کې د جګړې د پای، اوربند او نړیوالې سولې غوښتنه وکړه، چې دا د اسلام د سپېڅلي دین اصلي هدف هم دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دوست او ورور هېواد کویټ د عالمانو له لوري د یادې اعلامیې په صادرولو سره مننه کوي او دا د افغانستان د دولت او د خلکو د سولې غوښتنې په برخه کې ستر ګام بولي. دغه راز له دې مخکې هم د بنګله دیش عالمانو ، په مکه مکرمه کې د اسلامي نړۍ عالمانو، په قطر کې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاد مرکز، رابطه اسلامي، د اسلامي همکاریو سازمان او افغان علماوو په جلا جلا غونډو کې روانه جګړه ناروا بللې وه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي، چې وسله وال طالبان دې له هغې جګړې لاس واخلي، چې علماوو حرامه بللې او په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمولو او سمدستي اوربند لپاره د شرایطو برابرولو غوښتنه کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د مصر له سفیر سره تعارفي لیدنه وکړه

دوشنبه ٢٩مرغومي ١٣٩٩

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په کابل کې د مصر له نوي سفیر ښاغلي احمد محمد اسماعیل عثمان سره په خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه.

په پیل کې د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مصر د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت په همکارۍ د علماوو د ظرفیت لوړولو د لومړۍ دورې فارغینو ته سندونه ووېشل شول.

یکشنبه ٢٨ مرغومي ١٣٩٩

کابل۔ نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مصر د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت په همکارۍ د علماوو او خطیبانو د ظرفیت لوړولو د لومړۍ دورې فارغینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د همغږۍ ریاست سره ناسته

سې شنبه ۲۳ مرغومي ۱۳۹۹

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د همغږۍ چارو له رییس وحید حلیمیار، کارپوهانو او مل پلاوي سره یې ددې وزارت په. . .

BACK TO NEWS