په سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان علماوو په ګډون د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې نړیوال کنفرانس ترسره شو.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۱۹
کنفرانس انلاین با پاکستان
پنجشنبه ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۰ نن د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې حرم شریف ته نږدې د «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان هېوادونو د علماوو له لوري نړیوال کنفرانس جوړ شو. ددې کنفرانس موخه په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي پر خلاف او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ملاتړ د افغانستان او پاکستان د علماو ګډ ديني موقف څرګندول و. د یاد کنفرانس د پرانیستې وینا په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفیر احمد جاوید مجددي وکړه. نوموړې وویل: افغانان سعودي هېواد ته د ورور او د یوه دوست په سترګه ګوري، ټول افغانان ددې کنفرانس هر کلی کوي او هیله لري، چې یاد کنفرانس به په افغانستان کې د وینې د درولو سبب وګرځي. د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي، د اسلامي همکاریو په نړیوال سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير او دايمي استازي ښاغلي دوکتور شفيق صميم، دافغانستان د علماوو د سراسري شورا غړي ښاغلي عنايت الله بليغ، د کابل پوهنتون استاد ښاغلي دوکتور عبدالباري حمیدي د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي مصالحې عالي شورا او د علماو عالي شورا غړي ښاغلي عطاء الرحمن سليم، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ مخکيني رئيس ښاغلي دوکتور فضل الرحيم بصيرت، د افغانستان د علماو عالي شورا غړي ښاغلي فضل غني کاکړ، د افغانستان د علماو عالي شورا غړي ښاغلی عطاء الله لودين او د افغانستان د علماو عالي شورا غړي ښاغلی شيخ سالم حسني ويناوې وکړې. دغه راز د پاکستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب د پاکستان د علماو هيئت رئيس او د ديني چارو وزير ښاغلی دکتور نورالحق قادري، په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلی بلال اکبر، د اسلامي همکاریو سازمان کې د پاکستان سفير او دايمي استازي ښاغلی رضوان سعيد شيخ، د پاکستان اسلامي جمهوريت مرستيال مفتي او د کراچۍ دارالعلوم پوهنتون مرستيال رئيس ښاغلی محمد تقي عثماني، د پاکستان اسلامي جمهوریت د اسلامي فکر شورا رئيس ښاغلي دوکتور قبله اياز، د لاهور نعيميه پوهنتون رئيس ښاغلي محمد راغب حسين نعيمي، د پاکستان اهل حديث اسلامي جمعيت امير او د پاکستان سنا مجلس غړي ښاغلي ساجد مير، د پاکستان اهل بيت پوهنتون مرستيال رئيس او د پاکستان د اسلامي مدارسو د انجمن رئيس ښاغلي سید افتخار حسين نقوی، د پاکستان د دیني مدارسو د اړیکو رئیس ښاغلي مولانا محمد عبدالمالک ویناوې وکړې. همدارنګه د مسلمانانو نړيوال ليګ سکرتر جنرال شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی او ګڼ شمېر نورو علماوو د سولې په ارزښت او د مسلمانانو د وینو په حرمت خبرې وکړې او په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا وبلله. دا کنفرانس د سعودي عربستان په ملاتړ او د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ جوړ شوی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ. د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو له لوري ګډه اعلاميه هم خپره شوه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS