د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶هـ ق کال د حج لپاره د نوې نوم لیکنې بهیر پیل شو

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۵۵
ثبت نام

 رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۹ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت  د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج لپاره د نویو متقاضیانو نوم لیکنه په رسمي توګه په پلازمینه کابل او ټولو ولایتونو کې پیل کړه.

  د نوم لیکنې دغه نوې بهیر چې د متقاضیانو لپاره یو ارزښتمن فرصت دی د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د جدې له (۲۹) مې نېټې څخه پیل او د دلوې میاشتې تر (۸) مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې ټول هغه کسان چې  یو ځل یې فرضي حج  اداء کړی وي، سږکال د نفلې حج د اداء کولو په موخه په نوې نوم ليکنه کې د دوی لپاره د ګډون کولو ګنجایش نشته نو له دوی څخه په خورا درښت هیله کیږي چې د مراجعه کولو څخه دې ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS