له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د دېرش (۳۰) زره حاجیانو د لیږد بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۸:۲۱
ختم حجاج

پنجشنبه  لوموړي د ذوالحجې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۸ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هلو ځلو د هېواد له څلورو پروازي زونونو (کابل، بلخ، هرات او کندهار) څخه دیرش (۳۰)زره حاجیان چې پکې (۶۵۲) تنه د حاجیانو معلمین شامل وو، په بریالیتوب سره د آریانا افغان او کام ایر هوایی شرکتونو له لوري سعودي عربستان ته انتقال شول.

د ۱۴۴۶هـ ق کال د حج مبارکې فریضې د اداء کولو لپاره په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر په سعودي عربستان کې ټولې چارې په منظمه، مؤثره او مسؤلانه ډول ترسره شوي دي، چې په دغو چارو کې د حاجیانو د د هستوګنې، مناسبه دري وخته غذا، معیاري ټرانسپورټ، ښه روغتیایي چاپیریال او دمناسکو اسانه اداء کولو لپاره لازمې اسانتیاوې موجودې دي.

 همداراز د حج اړوند ټول قراردادونه د ارشاد، حج او اوقافو  وزارت له خوا له دقیق پلان، څارنې او همغږۍ وروسته له اړونده شرکتونو سره  لاسلیک او تطبیق شوي دي، چې له کبله یې حاجیانو ته یو منظم، ارام او د اطمینان وړ چاپېریال برابر شوی دی .

همداشان د حاجیانو د انتقال پروسه د افغانستان له څلورو پروازي زونونو څخه د منظم مهال وېش له مخې د روان کال د ذوالقعدې میاشتي په لومړۍ نېټه له مرکز کابل څخه پیل شوې وه او په ترتیب سره دغې لړۍ له کابل، مزار شریف، هرات او کندهار زونونو څخه په نورمال ډول مدینې منورې او مکې مکرمې ته دوام درلود، چې لله الحمد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وتوانید په یوه میاشت کې دننه د يادو شرکتونو له لوري د (۹۷)پروازونو په ترڅ کې پوره (۳۰) زره حاجیان له هیواد څخه سعودي عربستان ته انتقال کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه محترم حجاج کرام به د حج د مناسکو له اداء کولو وروسته د ترتیب شوي تقسیم اوقاتله مخې  د یادو هوایي شرکتونه له لوري بیرته هېواد ته را ستانه کړل شي، ان شاء الله .

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

BACK TO NEWS