د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ پیل شوې

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۰
مسابقات قرانکریم

چهارشنبه، ۱۰/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۰/جدي/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع‌ التجوید د دیارلسمې دورې او د حُسنِ قرائت د لومړۍ دورې سیالۍ د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې، د یاد وزارت د مسلکي مرستیال محترم مولوي محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو، داورانو او قاري صاحبانو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوې، یادې سیالۍ د هېواد د ممتازو حافظانو او قاریانو د تشخیص او نړیوالو سیالیو ته یې د ورپېژندلو په موخه ترسره کېږي.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال وینا وکړه او ویې ویل: د شُکر ځای دی چې په داسې یوه غونډه کې ګډون کوو، چې ګډونوال یې ټول د قرآن عظیم ‌الشأن حافظان دي.  قرآن کریم د رسول الله صلي الله علیه وسلم یوه ستره معجزه ده او دا الهي معجزه به د قیامت تر ورځې پورې پاتې وي.

ښاغلي حسیب همداراز وویل: قرآن کریم د الله تعالی له لوري د ټولو انسانانو لپاره د لارښود کتاب په توګه رانازل شوی دی او تر قیامته پورې چې هر څومره انسانان نړۍ ته راځي د هغوی لپاره به د هدایت سرچینه وي.

محترم معین صاحب همدارنګه د هېواد د ممتازو حافظانو او قاریانو ستاینه وکړه او په نړیوالو سیالیو کې یې د هغوی د موفقیت او کامیابۍ هیلې څرګندې کړې.

د یادونې وړ ده چې د قرآن کریم د حفظ مع‌التجوید د سیالیو دیارلسم پړاو او د حُسنِ قرائت د سیالیو لومړی پړاو، تر دې وړاندې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ممتازو حافظانو او قاریانو د پېژندنې او نړیوالو سیالیو ته د هغوی معرفي کولو په موخه ترسره شوې وې چې د دغو سیالیو په پایله کې له هرې برخې څخه یو ـ یو تن ممتاز حافظ او قاري د هېواد له (۳۴) ولایتونو څخه په وروستي پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره مرکز ته معرفي شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS