ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
خدمات در رمضان

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني شعائرو د اِحیاء، د ټولنې د فکري او اخلاقي ارزښتونو د لا پیاوړتیا او هېوادوالو ته په منظمه توګه د دیني خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو علاوه د هېواد د څلور دیرشو (۳۴) ولایاتو په سلګونو محرابه جامع، لویو او مشهورو مساجدو کې، د تراویح په لمونځونو کې د قرآن کریم ختمونو د اداء کولو لپاره درې زره او څلور سوه (۳۴۰۰) تنه ممتاز قاریان او فاتحین د امتحان له لارې ګمارل شوي دي، څو د قرآن کریم د نزول په دغه مبارکه میاشت کې د قرآن کریم د ختمونو له لارې د هېواد مسلمان او متدین ولس د الهي کلام له فیوضاتو، برکاتو او انوارو څخه برخمن او د دوی ترمنځ د اسلامي ورورولۍ او یووالي احساس لا پیاوړی او تقویه شي.

همداراز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کابل ښار د ناحیو او ټولو ولایاتو لپاره د شرعي معلوماتو او فلکي حساباتو پر اساس د روژه ماتي او پیشلمي مهالویشونو د ترتیب، چاپ او توزیع ترڅنګ، د جوماتونو د منابرو له لارې د جُمعې په خُطبو کې د رمضان المبارک د فضائلو او مسائلو بیانولو ځانګړې لړۍ هم ترتیب او په لاره اچولې ده، چې د امامانو او خطیبانو له لوري به په منظم ډول هېوادوالو ته وړاندې کیږي لکه څرنګه چې هېوادوالو ته معلومه ده، دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ټول هېواد په کچه په شعبان المعظم او رمضان المبارک میاشتو کې په څلور سوه او یوولسو (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې، د جیّدو علماوو او شیوخِ کرامو له لوري، د قرآن کریم د ترجمې او د تفسیر علمي او ارشادي دَورې په لاره اچولې دي، چې د ملي راډیو تلویزیون له لارې هم په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) کې په ژوندۍ بڼه په منظم ډول خپریږي، تر څو ټول هېوادوال ددغه الهي عظیم کتاب له معاني وو، هدایاتو او احکامو څخه مستفید او برخمن شي وزارت، د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر د روانو دَورو د تعلیمي او تدریسي بهیر د ارزونې، له هغو څخه د څارنې او ښه تنظیم په موخه، د هېواد ټولو څلور سوه او یوولسو (۴۱۱) مراکزو ته چې یادې دَورې پکې روانې دي، ځانګړي علمي او نظارتي هیئتونه هم لیږلي دي.

همدارنګه وزارت د حج موسم په رانږدې کېدو سره د رمضان المبارک په میاشت هم کې د حج چارې په ګړندۍ او منظم ډول جاري ساتلې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS