د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال معرفي شو

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
معرفی معین عرفان

شنبه، ۶/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/ جوزا/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ‏د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې چې د ریاست الوزاء عالي مقام اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د وزارت مالي او اداري معین محترم مولوي عارف الله عارف، د وزارت مرکزي رئیسانو او یو شمېر مسؤولینو پکې ګډون کړی ؤ، معرفي شو.

په غونډه کې د وزارت مالي او اداري معین محترم مولوي عارف‌الله عارف وینا وکړه او  د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوي معین اوراغلومیلمنو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د نوي معین په راتګ سره به د وزارت په چارو کې لا ښه والی او اغېزمنتیا رامنځته شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي امارت په تشکیلاتي جوړښت کې له مهمو وزارتونو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه دغه وزارت د جوماتونو له منبرونو، د جُمعې د خُطبو، د قاریانو د روزنې، د دیني تعلیماتو د تنظیم، د امامانو د تدریب، د اسلامي علومو د تدقیق او مطالعاتو، د حج او عمرې، عرفان او تصوف له لارې د دین د نفاذ او د ملت د سالمې روزنې لپاره پراخ او مهم خدمتونه ترسره کوي او دا د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه دي.

وروسته د چارو ادارې لوی رئیس، محترم شیخ نورالحق انور وینا وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت د بریا راز د رهبرانو او مسؤولینو اطاعت دی او د امارت هېڅ مسؤول د خپلې مقررۍ یا برکنارۍ په اړه شکایت نه کوي، بلکې په بشپړ اخلاص او اطاعت سره خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي.

هغه همداراز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هڅې او خدمتونه د ارشاد، حج او اوقافو په برخو کې وستایل او له هغې وروسته یې د نوي معین د ټاکنې په تړاو د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم ولوست.

ورپسې د عرفاناو دیني اماکنو د انسجام نوي معین، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وینا وکړه او د اسلامي امارت له عالي مقام څخه یې پر هغه د باور او اعتماد له امله مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د عرفان او تصوف د چارو ښه تنظیم او اغېزمن فعالیتونه ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مهمو مسؤولیتونو څخه دي او مونږ به هڅه وکړو چې د محترم وزیر صاحب تر لارښوونې او د وزارت د اړوندو ریاستونو او مسؤولینو په همکارۍ شپه او ورځ د دې ستر مسؤولیت د ترسره کولو لپاره خدمت وکړو.

‏تر هغې وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوي معین ته مبارکي وړاندې کړه او نوموړي ته یې په نوې دنده او مسؤولیت کې د لا زیاتو بریاوو دعاء وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال معرفي شو

شنبه، ۶/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/ جوزا/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ‏د یوې ځانګړې غونډې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۳۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او د حج پروسې د رهبرۍ په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ

پنجشنبه، ۴/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱/جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب مکې مکرمې ته د روان کال د ټولو دیرش زره (۳۰۰۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۳۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د لوګر ولایت له والي سره د کتنې ترڅنګ د مُتَبَّرك د خوندي ساتلو په موخه د جوړېدونکې ودانۍ چارې وارزولې

۳۰/ذوالقعدة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۷/ ثور/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د یوه هیئت په مشرۍ لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد. . .

BACK TO NEWS