په مزار شریف ښار  کې   د وقفي ځمکي ( لیلامۍ مارکیټ) د جوړولو قرارداد

bakhshi_admin
مارکیت لیلامی

Publish Date

Closing Date

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ټولو هغه پانګوالو او علاقمندانو ته چې د پانګونې لیوالتیا لري بلنه ورکوي چې په وقفي ځمکه  چې د  لیلامۍ مارکیټ په نوم مشهور ده د (۶۰۰۰) متره مربع مساحت په لرلو چې د مزار شریف ښار دریمه ناحیه کې موقعیت لري  په اوږدمهاله ( ۱۵ تر ۲۰  کلونو) پورې په قرارداد ورکوي ، د اعلان له خپرېدو وروسته  پانګوال باید خپل وړاندیزونه او طرحې د (۳۰) ورځو په موده کې  د کابل ښار   لسمې ناحیې د قلعه فتح الله دوهم سرک کې د اوقافو عمومي ریاست ته وسپاري. د اوږدمهاله قرارداد شرایط په لاندې ډول دي:

١ - د پروژې د اهدافو په اړه روښانه، هر اړخېزه او جامع پلان وړاندې کول، د بیلګې په توګه پانګې او شرایطو ته په کتو څه رقم ودانۍ پلان کې لري؟

٢ - په یاد شوې پلان او طرح کې باید نقشه، د هغې ډیزاین او دهغې لپاره مناسب نوم شامل او له نورو شرکتونو څخه کاپي نه وي، نقشه او تخنیکي ډيزاین باید مسلکي او معیاري وي، د کار حجم، د نقشي لومړني برآورد قیمت باید له طرحې سره ضمیمه ووسي، وړاندیز شوې نرخونه باید حقیقي او د ورځنې نرخ سره برابر او سم وي.

٣ - نقشه باید دمزارشریف ښار له ښاري پلان سره برابره وي.

۴ - په وړاندیز شوې پلان او طرح کې د کرایي او اجاري قیمت باید د قرارداد له مودې (د ۱۵ څخه تر ۲۰ کلونو) پورې روښانه وي.

۵- د پلان، نقشې، ډیزاین، برآورد، د کار حجم او نور لګښتونه د طرحې د چمتوکوونکي په غاړه دي.

۶ - له انتخاب وروسته دنقشي د کنټرول او نور ټول مصارف د طرح کوونکي  شرکت د څښتن په غاړه دي.

۷ - د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د طرحو په غوره کولو کې پوره صلاحیت لري.

۸ -  د نقشې او ډيزاین په طرح کې باید د اسلامي میناتورۍ او افغاني سبک څخه  کار واخیستل شي.

۹ - د نقشې په طرحه او پلان کې باید د ورځنې ژوند ټولې اړتیاوې لکه ( جومات، تشناب، پارکینګ) او د یو تجارتي مارکیټ اړینې اړتیاوې باید په نظر کې ونیول شي. پته :

د اوقافو عمومي ریاست، د قلعه فتح الله دوهم سړک، لسمه ناحیه ،کابل ښار بریښنالیک :     awqaf@mohia.gov.af دتماس شمارې:    0775897573    0708002471

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۶:۴۹
Background image

د 1403 مالی کال لپاره په ستر محکمه کی د یو محراب جومات جوړولو پروژه

د ارشاد حج اوقافو وزارت  پر شراېطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت د 1403 مالی کال لپاره په ستر محکمه کی د یو محراب جومات جوړولو پروژه په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د عقد د تړون خبرتیا (پروژه تهیه و تدارک دو قلم تیل (پطرول و دیزل) مورد ضرورت ربع اول و دوم سال مالی 1403)

په دې توګه د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمی مادې د (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي چې (   د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ) په پام کې لري چې ( پروژه تهیه و تدارک دو قلم تیل (پطرول و . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

د 1403 مالی کال لپاره د دوو تیلو ټانکونو (پطرول او دیزل) چمتو کولو او رسولو پروژه

د ارشاد حج اوقافو وزارت  پر شراېطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت د 1403 مالی کال لپاره د دوو تیلو ټانکونو (پطرول او دیزل) چمتو کولو او رسولو پروژه په پرانيستې داخلي . . .

Back to tenders