د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!
د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د غوره حافظانو د پېژندلو او تشخیص په موخه د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې، چې په پایله کې له هر ولایت څخه یو یو تکړه (ممتاز) قاری په وروستۍ سیالۍ کې د ګډون لپاره مرکز ته ور وپیژندل شو.
اوس د مرکز او کابل د ۲۲ نواحیو کې هغه مینوالو ته، چې قرآن کریم یې په تجوید سره حفظ کړی وي او عمرونه یې د روان کال ترپایه د ۲۵ کالونو څخه زیات نه وي خبر ورکول کیږي، چې د یکشنبې ورځ د روان کال د قوس میاشتې ۱۳ مې نیټې څخه د قوس میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې د سهار ۸:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۰۰ بجو پورې د خپلی تذکري (پېژندپاڼې) په درلودلو سره د یادې سیالۍ په لومړي پړاو کې د نوم لیکنې او ګډون لپاره د قاریانو چارو مرکزي ریاست ته مراجعه وکړئ.
ځای: د رقاریانو چارو ریاست، د عصمت مسلم کوڅه نوی ښار، کابل : افغانستان
د اړیکو شمیری: ۰۷۴۵۶۸۸۱۱۸-۰۷۶۴۷۳۱۴۲۰