د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

ټاکل شوې ده، چې د قرآن کريم د نړيوالې سيالۍ دوه څلويښتم پړاو، د ټول قرآن کریم حفظ مع التجوید، د تحقیق قراءت مع التجوید (حسن قراءت) او د ترتیل قراءت مع التجوید او حسن الأداء په برخو کې، د روان 1447هـ ق کال د رجب المرجب په میاشت کې، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جدی له مياشتې سره سمون خوري، د ایران په اسلامي جمهوریت کې ترسره شي. کوربه هېواد په یاده سیالۍ کې له ګران هېواد افغانستان څخه د دریو تنو ممتازو قاریانو د ګډون غوښتنه کړې ده.

له همدې امله، له ټولو درنو حافظانو او قاریانو څخه چې په دې سیالۍ کې د ګډون کولو لیوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د یکشنبې په ورځ ۲۱/3/1447هـ ق، مطابق 23/6/1404هـ ش نیټې، د سهار په (۸:۳۰) بجو د قاریانو چارو ریاست ته، چې په شهر نو کې د فیض محمد څلور لارې ته څېرمه، د عصمت مسلم کوڅې ته مخامخ موقعیت لري، د تابعیت له اصلي تذکرې سره د ازموینې او وروستیو اجراءاتو د ترسره کولو په موخه مراجعه وکړي.

د سیالۍ شرایط:

  1. د ګډون کوونکي لخوا د یاد هېواد په تېرو سیالیو کې د لومړي مقام نه ترلاسه کول.
  2. د تابعیت اصلي تذکرې درلودل.
  3. د ګډون کوونکي عمر باید د حفظ مع التجوید په برخه کې له (۱۸) کلونو څخه کم او له (۳۵) کلونو څخه زیات او د تحقیق او ترتیل په برخو کې له (۴۰) کلونو زیات نه وي.
  4. ګډون کوونکی باید په ټول قرآن کریم کې د عربي اصیلو اصواتو او لهجو د اجراء وړتیا ولري.
  5. د ګډون کوونکي سیرت او صورت باید په نبوي سنتو برابر وي.
  6. ګډون کوونکی باید نارینه وي.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۹:۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، چې د قرآن کريم د نړيوالې سيالۍ دوه څلويښتم پړاو، د ټول قرآن کریم حفظ مع التجوید، د تحقیق قراءت مع التجوید (حسن قراءت) او د ترتیل قراءت مع التجوید او حسن الأداء په برخو کې، . . .

Back to announcements