د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او روزنیز سمینارونه د هېواد په څلورو پروازي زونونو کې پای ته ورسېدل
یکشنبه، ۱۸/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۶/ حمل/ ۱۴۰۵هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حاجیانو د معلمینو او د بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او روزنیز سمینارونه، چې د محترم وزیر صاحب شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب تر لارښوونې او اشراف لاندې د تیرې چهارشنبې په ورځ، ۱۴/ شوال المکرم د هېواد په څلورو پروازي زونونو (کابل، کندهار، هرات او مزار شریف) کې پيل شوي وو او د حجاج کرامو (۶۵۲) تنه معلمینو او د بعثې (۳۰۰) تنو اعضاوو پکې برخه اخیستې وه، نن یکشنبه پای ته ورسېدل.
په دغو علمي او تربیوي سیمینارونو کې د هېواد د معتبرو شیوخ کرامو، د اسلامي امارت لوړپوړو مسؤولینو او د وزارت د علماوو او مسلکي استادانو لخوا ګډونوالو ته د حجاج کرامو د تعلیم او خدمت اړوند مهم موضوعات، لکه: د وزارت لخوا تألیف شوی د حج او عمرې د مناسکو لارښود کتاب، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله لخوا د حاجیانو د معلمینو توشیح شوی قانون، د حرمینو شریفینو ادب او احترام او هلته د نامناسبو کړنو څخه اجتناب، په اسلام کې په اتقان سره د سپارل شوي مسؤولیت د ترسره کولو اهمیت، د حج په پروسه کې د اطاعت ضرورت او د شرعي احکامو پابندي، په حج کې صبر، استقامت او ایثار، د مدینې منورې او مکې مکرمې د متبرکه اماکنو او مزاراتو بیان، د هوايي سفر پر مهال لازم تدابیر او د هوايي سفرونو اصول، په سعودي عربستان کې د افغانستان او د اسلامي امارت په ښه ډول استازیتوب، د حج د پروسې او سفر اړوند معاصر عربي لغات او اصطلاحات، په هېواد کې د ننه او سعودي عربستان کې د حجاج کرامو د درسي حلقاتو نصاب، له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال له غیر ضروري مصارفو او ناسمو رواجونو څخه ډډه، د حج او عمرې عملي بیان او د حج په کاري بهیر کې د هوايي ډګرونو، تسکین او ترحیل، تغذیې، ترانسپورټ، مناسکو، مفقودینو، روغتیايي چارو، بهرنیو اړیکو، اداري او مالي او مقدسو مشاعرو ته د حجاج کرامو د انتقال کمېټو پېژندنه او مسؤولیتونه وړاندې شول.
د حجاج کرامو ټاکل شوي معلمین به هغه مهم او ارزښتناک معلومات چې په دغو علمي او تربیوي سیمینارونو کې یې ترلاسه کړي دي، د وزارت د لارښوونو او مهالویش مطابق په هېواد کې دننه او په سعودي عربستان کې د درسي حلقاتو له لارې له خپلو اړوندو حاجیانو سره په منظمه او مؤثره توګه شریکوي او حاجیانو ته به د حج او عمرې د مناسکو په اړه د مذهب مطابق پوره، واضح او عملي تعلیم ورکوي، تر څو حجاج کرام وکولای شي د حج مناسک او عبادات په سمه توګه اداء کړي.
