د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ د ممتازو حافظانو او قاریانو په اعلانولو او تقدیر سره پای ته ورسېدې

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۲
محفل قران

سه شنبه، ۱۶/رجب المرجب/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۶جدي/۱۴۰۴هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم د حفظ مع التجوید او حُسنِ قراءت دغه مسابقې څه موده وړاندې د ټول هېواد په کچه د ممتازو حافظانو او ماهرو قاریانو د پېژندلو او تثبيت او نړیوالو مسابقاتو ته د هغوی د ورپېژندلو په موخه تنظیم او دایرې شوې، چې نن یې پایلې د یوې شانداره او پرتمینې غونډې په ترڅ کې چې د وزارت وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب، د وزارت مرستیالانو، مرکزي رئیسانو، د یو شمېر نورو ارګانونو مسؤولینو، د بېلابیلو جامعاتو او مدارسو شیوخِ کرامو، علماوو او په سیالیو کې د مُتسابٍقینُو حافظانو او قاریانو اولیاوو پکې ګډون کړی ؤ، اعلان شوې.

محترم وزیر صاحب د غونډې ګډونوالو ته د خپلې علمي وینا پر مهال وویل: نننۍ غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن عظیم الشأن د خدمت په سلسله کې جوړه شوې ده، تردې مخکې هم ددغه وزارت تر اشراف لاندې د قرآن کریم د حفظ او تجوید دوولس دورې مسابقې ترسره شوې دي. اوس هم د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قراءت د لومړۍ دورو د دغه مسابقاتو سلسله له ولایاتو څخه را شروع شوه، ورپسې د کابل ښار د دوه ویشتو (٢٢) ناحیو د حافظانو او قاریانو ترمنځ سیالۍ وشوې او په وروستیو دریو ورځو کې په مرکز کې د ټولو ولایاتو او نواحیو د حافظانو او قاریانو ترمنځ مسابقات ترسره شول، چې دادي اوس یې مونږ او تاسو د نتائجو د اعلان شاهدان یو

همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب د هېواد د حافظانو او قاریانو لوړو استعدادونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې الحمد لله مونږ په افغانستان کې پياوړي استعدادونه او د لوړ ظرفیت لرونکي حافظان او قاریان لرو، چې په نړیوالو مسابقو کې یې عالي مقامونه ترلاسه کړي دي.

محترم وزیر صاحب همداراز د هېوادوالو دیني او دنیوي چارو تنظیم ته د اسلامي امارت پر پوره ژمنتیا سربېره وویل: اسلامي امارت غواړي چې د قرآن کریم او شریعت خدمت وشي او هېواد د مادي آبادۍ ترڅنګ د اسلامي احکامو پر تطبیق او عملي کېدو هم وطن آباد شي او امارت ټول ملت ته ډاډ ورکوي چې د اسلام د خدمت او د وطن د آبادۍ لپاره هر ډول انتظامات روان دي او امارت دغو دواړو آبادیو ته متوجه دی په دې لړ کې محترم وزیر صاحب د وزارت فعالیتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرآن کریم مربوط همزمان درې ډوله مهم خدمتونه ترسره کوي، چې یو یې د قرآن کریم د حفظ او تجوید په هکله، دوهم یې د ترجمې او تفسیر په اړه او دريم یې د احترام او تکریم په تړاو دی.

لومړی خدمت د وزارت اړوند د قاریانو چارو رياست لخوا ترسره کیږي، چې په هېواد کې د حافظانو او قاریانو د چارو تنظیم او پالنه کوي او د مسابقاتو دایرولو له لارې د هغوی استعدادونو ته وده ورکوي.

دوهم خدمت چې د وزارت تر اشراف لاندې ترسره کیږي هغه د اسلامي امارت له فتحې څخه راوروسته هر کال د هېواد د مرکز او ټولو ولایاتو په کچه د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې په سلګونو بېلابېلو ځایونو کې د جیدو علماوو او شیوخِ کرامو لخوا سلګونه زرو کسانو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورو دایرول دي، چې د ملي راډیو تلویزیون له لارې هم د هېوادوالو لپاره په دواړو پښتو او دري ژبو خپریږي. او سږ کال هم د وزارت لخوا په ټول هېواد کې د دغې سلسلې د جاري ساتلو لپاره په سلګونو ځایونو کې اهتمام شوی دی.

د قرآن کریم دریم خدمت چې هغه یې احترام او تکریم دی هم د وزارت تر اشراف او سرپرستۍ لاندې ترسره کیږي، چې هغه په ټولو څلور دیرشو (٣٤) ولایتونو کې د زړو قرآن کریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو اوراقو د ساتلو لپاره په غرنیزو سیمو کې د ځانګړو ځایونو جوړول دي، دغه پروسه په ځينو ولایاتو کې بشپړه شوې ده او په نورو ولایاتو کې یې چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې له ټولو ولایاتو څخه زاړه مقدس اوراق راټول او په دغو ځایونو کې خوندي  شي.

د غونډې په ترڅ کې د وزارت د عرفان او دیني اماکنو د چارو د انسجام مرستیال محترم شیخ عزیز الرحمن منصور او یو شمېر نورو شیوخِ کرامو د قرآن کریم اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو علمي ویناوې وکړې تر هغې وروسته د مسابقې د حفظ مع التجوید په برخه کې:

١. محترم حافظ حامد الحق د عبد الغفور زوی، د کابل ولایت اوسېدونکی، د لومړي مقام،

٢. محترم حافظ سید میرآغا د مير عباس زوی، د کابل ولایت اوسېدونکی، د دوهم مقام،

٣. او محترم حافظ صدیق الله د محمد هاشم زوی،د پکتیا ولایت اوسېدونکی، د دریم مقام د ګټونکو په توګه اعلان شول.

همدارنګه د حُسن قراءت په برخه کې:

١. محترم قاري سجاد د نصرت الله زوی، د غزني ولایت اوسېدونکی، د لومړي مقام، ٢. محترم قاري احمدالله د سردار زوی، د کندوز ولایت اوسېدونکی، د دوهم مقام، ٣. او محترم قاري عبد الباري د عبد الظاهر زوی، د کابل ولایت اوسېدونکی، د دریم مقام ترلاسه کوونکي اعلان شول، چې دوی او د مسابقې نورو جیدو حافظانو او قاریانو ته د محترم وزیر صاحب او همدارنګه د وزارت د اداري او مالي مرستیال محترم مولوي عارف الله عارف،  مسلکي مرستیال محترم مولوي محمد حامد حسیب، د عرفان او دیني اماکنو د انسجام مرستیال محترم شیخ عزیز الرحمن منصور او یو شمېر نورو شیوخِ کرامو لخوا تقديرنامې، نغدي انعامونه او ډالۍ وویشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ د ممتازو حافظانو او قاریانو په اعلانولو او تقدیر سره پای ته ورسېدې

سه شنبه، ۱۶/رجب المرجب/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۶جدي/۱۴۰۴هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم د حفظ مع التجوید او حُسنِ قراءت دغه مسابقې څه موده وړاندې د ټول هېواد په کچه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ پیل شوې

چهارشنبه، ۱۰/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۰/جدي/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع‌ التجوید د دیارلسمې دورې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او د بېلابېلو ولسوالیو له امامانو او علماء کرامو سره وکتل

سه شنبه، ۲/ رجب المرجب/۱۴٤۷هـ ق، مطابق ۲/جدی/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د بغلان ولایت له والي، محترم. . .

BACK TO NEWS