د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د جوماتونو د ښه مدیریت او انسجام په تړاو غونډه ترسره کړه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۲:۳۵
ملاقات

۸ ربیع الأول ۱۴۴۵هـ ق (۱ میزان ۱۴۰۲هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د خپل کار په دفتر کې د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي او ددې ریاست اړوند کارمندانو او د کابل ښار د (۲۲) ناحیو له مدیرانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې یاد وزارت مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د خپلو خبرو په ترڅ د جوماتونو د ارشادي چارو د تنظیم او اصلاح په برخه کې ګټورې لارښوونې وکړې او د جوماتونو د تنظیم په برخه کې د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي حقاني وویل: د متحدې (عربي) خطبې او د جمعې د (وعظ او نصیحت) لارښود خطبې، چې ورځني اړین موضوعات بلل کېږي د ملت او ولس سره د جوماتونو له لارې شریک شي او همدا راز د جوماتونو د حفظ الصحه (پاکوالي) ته ځانګړې پاملرنه وشي، د جوماتونو د بریښنا او اوبو مصارفو ته جدي توجه وشي.

نوموړي زیاته کړه د جوماتونو امامان په ټولنه کې پیشوا او مشران دي، دوی باید د خپلو خلکو د اصلاح او روزنې لپاره په جوماتونو کې د ماشومانو او نورو وګړو ته د فقهې او دیني زده کړو حلقې جوړې کړي، د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه تنظیم کړي او هم د دوی د پوهې لوړولو، قرائت او خطابت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

د خپلو خبرو په پای کې ښاغلي حقاني د دغه ریاست د کارکونکو ستونزي او مشکلات واورېدل او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې ټولو کارمندانو ژمنه وکړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مقام د پاليسۍ مطابق به خپل وظايف په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ د ممتازو حافظانو او قاریانو په اعلانولو او تقدیر سره پای ته ورسېدې

سه شنبه، ۱۶/رجب المرجب/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۶جدي/۱۴۰۴هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم د حفظ مع التجوید او حُسنِ قراءت دغه مسابقې څه موده وړاندې د ټول هېواد په کچه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ پیل شوې

چهارشنبه، ۱۰/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۰/جدي/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ټولو (۲۲) ناحیو په کچه د قرآن کریم د حفظ مع‌ التجوید د دیارلسمې دورې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او د بېلابېلو ولسوالیو له امامانو او علماء کرامو سره وکتل

سه شنبه، ۲/ رجب المرجب/۱۴٤۷هـ ق، مطابق ۲/جدی/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د بغلان ولایت له والي، محترم. . .

BACK TO NEWS