د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د تلبغیانو په کلنۍ اجتماع کې ګډون وکړ.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۴:۵۵
تبلیغی ها

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د کابل ښار په یوویشتمه ناحیه د ملا تره خېل په مدرسه کې د تبلیغیانو له لوري په جوړه شوې کلنۍ اجتماع کې د ارشاد، حج اواوقافو وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت په استازیتوب ګډون وکړ.
په دغه غونډه کې چې شاوخوا ٢٥زره تنه دیني عالمانو، تبلیغیانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و، د ارشاد، حج او اوقافو وزیراصالتاً له خپله اړخه او وکالتاً د ولسمشر جلالت مآب محمد اشرف غني لخوا دوی ته هر کلی وویل او په هېواد کې د اسلامي هویت، اعتدال او د اسلامي دعوت په لارو چارو وینا وکړه.
د غونډې په پای کې ښاغلي حلیمي علماوو ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په استازیتوب د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
دغه راز ګډونوالو د مازدیګر لمونځ د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په امامت ادأ کړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره د ولایتي رییسانو غونډه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د دویمي واحدونو رییسانو سره تعارفي او اداري ناسته وکړه.
دغه ناسته ددې وزارت مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد مجاهد، د پلان او. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۴:۱۱
Background image

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو او دیني چارو وزیرانو او ددې هیوادونو د لویو مفتیانو تر منځ د معاصرو مسایلو په اړه مشورتي ناسته

کابل، افغانستان: د اسلامي همکاریو غړو هېوادونو سازمان مشورتي ناسته د سې شنبې ورځ ماسپښین د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
په دغه ویډیو کنفرانس کې له (٥٠) څخه د زیاتو اسلامي هېوادونو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۲:۱۹
Background image

د ارشاد حج او اوقافو په وزارت کې د دولتي ادارو د جنډر مسوولینو د تجربو او فعالیتونو د شریکولو غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ډاکټر امین الدین مظفري، د ښځو چارو وزرات د پالیسۍ معینې سپوږمۍ وردګ، د وزارت د جنډر امرې شکریه سلمانخیل او د نور وزارتونو  او. . .

BACK TO NEWS