د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان سفارت دقنسولی له مستشار سره وکتل.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۹:۳۶
ملاقات با سفیر سعودی

کابل: ۱۸، رمضان‌المبارک /۱۴۴۳هـ ق.(۳۰، وری ۱۴۰۱ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو په ګډون په کابل ‏کې د سعودي عربستان سفارت دقنسولی له مستشار ښاغلي بدر ابراهیم مجول العتیبي سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یاد هیواد مرستیال سفیر حضور ته ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره د سعودي عربستان د دوامداره همکاريو په تړاو مننه وکړه ‏او دغه هېواد ته يې د حج او زيارت په برخه کې د دغه هېواد دلا زیاتې همکاری او پراختيا غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سرتاسری امنیت د تامین ترڅنګ د خپلو خلکو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو ‏په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتنه کوي.

شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د سږ کال د فرضي حج بهیر د پیلیدو د هرکلي په ترڅ کې له سعودي عربستان څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د دغه پروګرام د راتلونکو پړاوونو لپاره د عملي اقداماتو په اړه، له مستشار‏څخه وغوښتل شول، چې د افغان حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو او تمویل زمینه برابره کړي.

د سعودي عربستان سفارت دقنسولی مستشار  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ له تودي میلمه پالنې او هرکلي څخه مننه وکړه. نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر یو نیک او علمي شخصیت وباله ‏او په افغانستان کې یې د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې د امن فضا رامنځته کېدو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د بیت الله شریف عازمینو سره د ارشاد،حج او اوقافو ښاغلي وزیر تودیعي لیدنه.

د مرکزي زون حاجیانو مجتمع څخه د را رسیدلي راپور په اساس د هېواد د حاجيانو د لومړي کاروان پيل په مناسبت د مرکز زون د حاجيانو په مجتمع کې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د قرآن کریم په څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۹:۲۲
Background image

د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د حاجیانو لپاره د حج مناسکو درسي بهیر پیل شو.

نیټه: ۷، ذوالقعده ۱۴۴۳هـ ق _ (۱۶، غبرګولی ۱۴۰۱ هـ ش)

د دې وزارت خبریال د حجاجو مجتمع څخه راپور ورکوي، چې د حج مناسکو لارښونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو شمېر مسوولينو، علماوو او د. . .

جمعه ۱۴۰۱/۳/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت تر منځ د حاجیانو د لیږد او بېرته راستنیدو هوکړه لاسلیک شوه.

تاریخ د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۴

۲۴ شوال المکرم/۱۴۴۳ه.ق

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت تر منځ د روان کال حاجیانو د انتقال او بیرته راتلو هوکړه پرون د یاد وزارت په. . .

BACK TO NEWS