د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر سره وکتل.
سه شنبه ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۶ هـ ق (۲۹ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په مالیزیا هېواد کې د افغانستان له سفیر ښاغلي مولوي نقیب الله احمدي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د لیدنې په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د اړتیا یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان او مالیزیا د اسلامي نړۍ دوه مهم هېوادونه دي چې گډ اسلامي، دیني او کلتوری مشترکات لري.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: د افغانستان اسلامي امارت د سرتاسری امنیت د تامین ترڅنګ د خپلو خلکو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره دښو او دوستانه ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي.
ورپسې په مالیزیا کې د افغانستان داسلامي امارت سفیر ښاغلي احمدی خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د افغان سفارت د لاسته راوړنو او پرمختگونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: افغان سفارت په کوربه هېواد مالیزیا کې د افغان محصلینو، کډوالو او سوداگرو ستونزې حل کړي او ورسره په دوامداره توګه لیدنې ترسره کوي.
ښاغلي سفیر وویل چې د مالیزیا حکومت له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په ځانگړې توگه دیني، کلتوري او ټولنیزو همکاریو ته لیواله دی.
د لیدنې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په ماليزيا کې د افغانستان سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې وویل: په مالیزیا هېواد کې د مېشتوافغانانو ستونزو ته په وخت رسیده ګې وکړي او سفارت دې په نوموړی هیواد کې د افغانستان ښه استازولي ترسره کړي