د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج د فریضې اداء کوونکو ته خبر ورکوي، چې د روان (۱۴۴۳) هجري قمري کال چې د (۱۴۰۱) هجري شمسي سره سمون خوري، د حاجیانو د اسنادو د ترتیب او نهايي کولو په خاطر، د حج د لګښتونو د دويم قسط د تحویلۍ بهیر سر له سبا سه شنبې، د ۱۴۰۱هـ ش کال د جوزا ۱۰ مه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې پیل کیږي. د لګښتونو د جدول له مخې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۴۱۳۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۷۱۷۰۰) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښټ (۴۱۸۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۷۶۲۰۰) افغانۍ اټکل شوی دی. ټولو هغو حاجیانو څخه چې د (۱۴۰۱هـ ش) کال لپاره ورته نوبت رسېدلی او لومړی قسط یې تأدیه کړی، په درنښت هیله کیږي، چې د خپل دویم او وروستي قسط تحویلولو لپاره له خپلو اړوندو اسنادو او لاندې مقدار پیسو سره حاضر شي: ۱ـ هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۱۰۰۰) زر امریکایي ډالر تحویل کړي له (۳۱۳۰) امریکایي ډالرو، معادل (۲۸۱۷۰۰) افغانۍ ۲ـ هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۵۰۰) پنځه سوه امریکایي ډالر تحویل کړي (۳۶۳۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۲۶۷۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي. ۳ـ د اهل تشیع هغه حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۱۰۰۰) زر امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۱۸۰) امریکايي ډالر، معادل (۲۸۶۲۰۰) افغانۍ او هغه اهل تشیع حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۵۰۰) امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۶۸۰) امریکايي ډالر، معادل (۳۳۱۲۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي. د حج اراده لرونکي کولای شي، چې د روان کال د ذوالقعدې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه چې د جوزا له ۱۰ مې نیټې سره سمون خوري، د خپل نوبت سند، د تذکرې اصل او کاپي او د پاسپورټ د درلودلو په صورت کې د پاسپورټ له رنګه کاپي سره، د کابل د دوویشتو ناحیو حاجیان دې د زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته او د ولایتونو حاجیان دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي؛ ترڅو ددوی د سفر اسناد طی مراحل، تعقیب او ترسره شي. د حج له محترمو متقاضیانو څخه په درنښت هیله کیږي، چې د خپلو پیسو د تحویلۍ، د پاسپورټونو د سپارلو او یا بایومټریک لپاره هر څومره ژر چې کیږي اقدام وکړي. یادونه: الف :د کابل ولایت د ولسوالیو حاجیان دې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي. ب :هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي او برېښنایي پاسپورټونه لري، له ۴ قطعې اوسني ۴/۳ عکسونو سره، چې سپین بګرونډ ولري، ج:هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي، خو برېښنایي پاسپورټونه نه لري، له ۶ قطعې ۴/۳ او ۲ قطعې ۵/۴ عکسونو سره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته ژر تر ژره مراجعه وکړي.

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۶
Background image

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ په تړاو د پای . . .

Back to announcements