د ارشاد حج او اوقافو د رهبری هیئت د تسلیت پیغام

bakhshi_admin
جمعه ۱۳۹۹/۳/۲۳ - ۲۲:۷
پیام تسلیت

د هېواد د جید عالم او د کابل ښار د شېر شاه سوري جامع جومات خطیب مولوي عزیزالله مفلح د شهادت په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خواخوږۍ او غندنې پیغام مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ رِجَالٞ صَدَقُواْ مَا عَٰهَدُواْ ٱللَّهَ عَلَيۡهِۖ فَمِنۡهُم مَّن قَضَىٰ نَحۡبَهُۥ وَمِنۡهُم مَّن يَنتَظِرُۖ وَمَا بَدَّلُواْ تَبۡدِيلٗا (٢٣) الأحزاب [23-23] په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد، اسلام او پوهې دښمنانو یو ځل بیا نن د کابل ښار د شېر شاه سوري جامع جومات کې د انفجاري موادو ځای پرځای کولو سره د دې جومات خطیب د جمعې د لمانځه د ادأ کولو پر وخت د یو انفجار په پایله کې په شهادت ورساو، او ګڼ شمېر لمونځ کوونکي یې ټپیان کړل. اِنَّالِلَه وَاِنَّااِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ مولوي عزیز الله مفلح یو غښتلی دیني عالم، د کابل ښار مشهور فقهي او د شېر شاه سوري جومات خطیب و، چې تل یې د اسلامي او بشري ضد اعمالو پر وړاندې د منبر له لارې خپل غږ پورته کړی و. مولوي مفلح تل د بې ګناه کسانو د وژلو او د افراطیت پر وړاندې درېدلی و. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري دغه پېښه په سختو ټکو غندي او د نوموړي شهادت لویه ضایعه ګڼي، کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه شهید ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کوي. د ارشاد، حج او اوقاو وزارت رهبري له علماء کرامو او امنیتي ځواکونو سره په دې هڅه کې ده، تر څو د ملا امامانو، مساجدو او دیني اماکنو د امنیت د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د هېواد له امنیتي ارګانونو څخه جدي غوښتنه کوو، چې ددې او دې ورته پېښو د څرنګوالي په اړه جدي پلټنه وکړي او د جوماتونو او امامانو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۵۵
Background image

په افغانستان کې د سولې اعلامیه

په افغانستان کې د سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان د علماوو دوه اړخیزه کنفرانس

د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ

د سعودي عربستان د شاهي دولت په مرسته او ملاتړ

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۲ / ۱۰. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۴۹
Background image

په افغانستان کې د سولې اعلان" کنفرانس په اړه د سعودي عربستان د ديني نهادونو ملاتړ

جمعه | ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰

محمد قاسم حلیمی د ارشاد، حج و اوقافو وزیر نن په حرم شریف کې د حرمینو د ادارې مشر او امام شیخ عبدالرحمن السدیس سره ولیدل.

شیخ سدیس په دې لیدنه کې دافغان سولې په. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

په سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان علماوو په ګډون د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې نړیوال کنفرانس ترسره شو.

پنجشنبه ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۰ نن د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې حرم شریف ته نږدې د «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان هېوادونو د علماوو له. . .

BACK TO NEWS