د اسلام له نظره د ماشومانو د حقونو په اړه د اسلامي هېوادونو د ویډیو کنفرانس په لار اچول

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۵:۱۷
ویدیوکنفرانس

دوشنبه ١٠ \ ٦\ ١٣٩٩

دغه کنفرانس د مصر هېواد د الازهر پوهنتون د فارغینو نړیوال سازمان له لوري په لار اچول شوی و، چې په دې کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د ١٥ اسلامي هېوادونو له اکاډمیکو استازو سره ( د اسلامي شریعت له نظره د ماشومانو د حقونه، مخکې له دې چې ماشومان د افراطي ډلو له لوري جذب شي د هغوی لپاره د مؤثره روزنیزو پروګرامونو په پام کې نیول) په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
په لومړي سر کې د الازهر پوهنتون مرستیال دوکتور صالح عباس خبرې وکړې او د افراطي ډلو له لوري یې د ماشومانو د جلب او جذب او استفادې په لارو چارو خبرې وکړې.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د یادې موضوع په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د افراطي ډلو څخه د ماشومانو د ژغورلو په لارو چارو رڼا واچوله. نوموړي هغه دلایل او انګېزې، چې ماشومان افراطي او مافیایي ډلو ته مخه کوي په لاندې ډول بیان کړل.       
١۔ د ماشومانو غوښتنو ته پاملرنه نه کول او د ماشومانو پر وړاندې د ځینو والدینو د مسؤلیت نه احساس.       
٢۔ د ماشومانو لپاره د لومړنیو زده کړو د زمینې برابرولو نشتون.     
٣۔ مبتذله او بې لارې کوونکو سریالونو او فلمونو ته د ماشومانو لاسرسی.   
٤۔ بې لارې کوونکو او مبتذله سرودونو او سازونو ته د ماشومانو لاسرسی
۵۔ بې لارې کوونکو او منحرف کوونکو ګېمونو او لوبو ته د ماشومانو لاسرسی.
۶۔ د زده کړې ناسالم چاپیریال.     
ښاغلي حلیمي افراطي او جنګي ډلو ته د ماشومانو د جلب و جذب او سوق کولو لپاره پورتني موارد د دلایلو په ډول یاد کړل.     
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست جنګي او افراطي ډلو سره د ماشومانو د پیوستون د مخنیوي په موخه لاندې حل لارې وړاندې کړې.      
١۔ د ماشومانو پروړاندې د والدینو مسؤلیت ادأ کول.    
د اسلامي ارشاداتو په نظر کې نیولو سره د ماشوم پر وړاندې تر ټولو لوی مسؤلیت د مور او پلار په غاړه دی، چې هغه ته {حق الوالد علی والده} وایي؛ ځکه ماشوم د کور برکت او د الله تعالی له لوري نېک نعمت دی، چې هغه الله تعالی دوی ته اعطأ کړی. له همدې امله والدین مکلف دي چې د خپلو ماشومانو په سالمه روزنه کې جدې پاملرنه وکړي؛ تر څو دغه معصوم ماشومان د افراطي او وسلوالو جنګي ډلو په ولکه کې راګیر نشي.
٢۔ له ماشومانو څخه د سوء استفادې مخنیوی کول.

داسلامي ارشاداتو په رڼا کې د انجونو او هلکانو په ګډون ټول ماشومان ټاکلي حقوق او امتیازات لري. دغه ماشومان له هر ډول تاوتریخوالي او بې رحمۍ څخه خوندي دي او ددوی حقونو ته باید احترام وشي، تر څو د افراطي او جنګي ډلو له سوء استفادې څخه و ژغورل شي.  
٣۔ د ماشومانو غوښتنو ته رسیده ګي کول.
اسلام د ماشومانو د ټولو لومړنیو جسمي، روحي او رواني حقونو او له هغې څخه دفاع او د ژوند په ټولو اړخونو کې د ماشومانو د رشد او پرمختګ لپاره زمینه سازي کړې او باید جدي پاملرنه ورته وشي.       
۴۔ د زده کړو لپاره زمینه برابرول.

د علم زده کړه یوه اسلامي فریضه ده، دا چې لیکل او لوستل پر والدینو د اولاد حق دی. په لومړي سر کې باید کورنۍ خپل ماشومان د علم په ګاڼه سمبال کړي، تر څو په راتلونکي ژوند کې ستونزې و نه لري. او دا د والدینو کوچنۍ خو تر ټولو مهمه دنده ده. همدا رنګه په افغانستان کې له لومړي ټولګي څخه تر لوړو زده کړو پورې ښوونه او روزنه د حکومت دنده ده او په وړیا ډول ورته زمینه سازي شوې. چې دا د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغانستان د معارف غښتلتیا ده.     
۵۔ د لوبو او تفریح حق: د ژوند په لومړیو خوږو او له مستۍ ډکې مرحله کې له ماشومانو څخه باید دا تمه و نلرو، چې هغوی دې د لویانو سره ځان مقایسه کړي. هغوی باید په لوبو او تفریح کې ازاد پرېښودل شي، ترڅو د هغوی روغتیا او سلامتیا ته ضرر و نه رسېږي او په ماشومانه لوبو کې د هغوی ملتیا وکړو.       
۶۔ د ماشوم مقام ته درناوی: ماشوم غواړي ترڅو د نورو په څېر محبوب وي او د هغوی شخصیت ته درناوی وشي. کله چې ماشوم د کورنۍ مینې څخه بې برخې کېږي، نو په پایله کې د مافیایي کړیو په ولکه کې لوېږي.

د غونې په دوام کې د الازهر پوهنتون رﺉیس دوکتور محمد المحر صاوي د ښاغلي حلیمي د نظریاتو ستاینه وکړه او د موضوع په اړه یې هراړخیزه رڼا واچوله.

د کینیا، کامیرون، کردستان، پاکستان، اندونیزیا، نایجیریا، سوریه، بنین، سومالیا، کوت دیفوار، سنګال، مالیزیا، نیجر، یمن او لیبیا هېوادونو استازو هم په خپل وار د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او برنامې مطرح کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د فرش (جای نماز)د وېش لړۍ بشپړه شوه

سه شنبه، ۶ جمادي الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مفتي نور محمد ثاقب صاحب د هدایت له مخې، د یوې مؤظفې کمېټې تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

BACK TO NEWS