د جوماتونو ته د اړتیا وړ (۲۶۸۸۱) متره مربع جای نمازونه (قالیني) د برابرولو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (۱۴۰۳ هـ ش) مالي کال لپاره د جوماتونو ته د اړتیا وړ (۲۶۸۸۱) متره مربع جای نمازونه (قالیني) د برابرولو پروژه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې د خیبر کهکشان ساختماني او سرک سازي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۱۰۱۰-۵۵۸۵) دی او د کابل ښار د پُل خشتي جامع جومات ته مخامخ موقعیت لري، په مجموعي توګه (۱۸،۱۴۴،۶۷۵) اتلس میلیونه، یو لک څلور څلویښت زره، شپږ سوه او پنځه اوویه افغانیو په ارزښت په قراردارد ورکولو کیږي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري، کولای شي چې د خبرتیا له خپرېدو سره سم تر اوو(۷) ورځو پورې خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د (۵۰)مادې مطابق وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد پای ته رسیدو په معنی نه ده، او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسیږي چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته نه وي رسېدلې.