د خطاطي، نقاشي او اسلامي میناتوري نندارتون جوړول

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۳۸
نمایشگاه خطاطی
ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ په موخه هنري نندارتون جوړ کړ، چې د هیواد مخکښو خطاطانو، د هنر خاوندانو، خپلې نقاشي، خطاطي او تابلو ګانې پکې نندارې ته وړاندې کړي. د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي خطاطي، نقاشي، حقاقي او بیلابیل هنري چوکاټونه د اسلامي فرهنګ برخه وګنله او په خپلو خبرو کې زیاته کړه ،چې اسلامي هنرمندانو په دې برخه کې له نړۍ څخه بې ساري هنري لاسته راوړني راوړیدي دي. نوموړي زیاته کړه هغه بې ځایه باور چې د ممبر او محراب له ادرسه به هنر نفې کېده له منځه وړي او هنرمندان به وهڅوي چې د اسلام مبین دین په چوکاټ کې هنري پنځونې وکړي. ښاغلي حلیمي وویل، د ازبکستان او ترکیه په ګډون یې له ځینو هیوادنو د بورسونو غوښتنه کړې چې د هیواد هنرمندان په مسلکي ډول د ماسټري او دوکتورا تر کچې هنري زده کړي وکړي. هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د اطلاعات او کلتور او صنعت او سوداګري وزارتونو په همکاري به هیواد کې د تابلو ګانو ملي نندارتون جوړ کړي، چې له کبله به یې خلک د هنرمندانو له هنري نوښتونو خبر شي او د دوی هنري پنځونې به بازار ته لار پیدا کړي. د یاد وزارت د پلان او پالیسي معین محمد عثمان طارق د هنر له خاوندانو وغوښتل چې خپلې ستونزې او غوښتنې له دوی سره شریکي کړي، څو د هر اړخیزې طرحې په واسطه تر جمهوري ریاست او اړوندو مسؤلینو ته ورسېږي. د هنرمندانو په استازیتوب استاذ عظیم الدین شکېب د وزارت له رهبري مننه وکړه، چې په یو بې ساري اقدام سره د لومړي ځل لپاره ورته یو مذهبي او اسلامي ادرس د نندارتون زمینه مساعده کړه. نوموړي زیاته کړه، هیواد کې هنرمندان ځانونه منزوي ګني او دا ډول ملاتړ کولی شي هنرمندانو ته د لا نوښت او زړه ورتیا ورپه برخه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

BACK TO NEWS