د داوطلبی اعلان: د 1403 مالی کال لپاره په مرکزی زون کی د حجاج کمپلیکس د ژورې څاه کیندلو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ارشاد حج اوقافو وزارت پر شراېطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت د 1403 مالی کال لپاره په مرکزی زون کی د حجاج کمپلیکس د ژورې څاه کیندلو پروژه په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطلیک سافټ په وړیا ډول د دې وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه چې د لسمې ناحیې اړوند، نوی ښار، د عصمت مسلم په څلور لارې کې موقعیت لري ترلاسه کړي.
پر شراېطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرط لیک کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي میاشتې د پنځمه نېټې شنبه ورځ د سهار ۱۰ بجو پورې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په ډول (50,000) پنځوس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د شنبې په ورځ، د روان کال د غبرګولي میاشتې په پنځمه نېټه، سهار ۱۰ بجې د ارشاد حج اوقافو وزارت د تدارکاتو په ریاست کې دایرېږي.