د داوطلبی اعلان: پروژه تهیه و تدارک گاز مایع مورد ضرورت دفاتر مرکزی وزارت از بابت زمستان سال مالی 1403
Publish Date
Closing Date
د ارشاد حج اوقافو وزارت پر شراېطو برابرو ټولوهغو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت (پروژه تهیه و تدارک گاز مایع مورد ضرورت دفاتر مرکزی وزارت از بابت زمستان سال مالی 1403) په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطلیک سافټ په وړیا ډول د دې وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه چې د لسمې ناحیې اړوند، نوی ښار، د عصمت مسلم په څلور لارې کې موقعیت لري ترلاسه کړي.
پر شراېطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرط لیک کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې په شپږمه نیټه مخکې له غرمې 10:00 بجو پورې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په ډول اخیستل کیږي 43,820)) درې څلویښت زره اته سوه شل افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د دوه شنبې په ورځ، د روان کال د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه، 10:00 بجې مخکې له غرمې د ارشاد حج اوقافو وزارت د تدارکاتو په ریاست کې دایرېږي.