د شعبان او رمضان په میاشتو کې د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر د دورو په هکله اطلاعیه

bakhshi_admin
اطلاعیه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د تیر کال په څېر د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د هېواد په نظامي مراکزو او دغه راز په ملي راډیو تلویزیون کې په پښتو او دري ژبو د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دورې ترسره کړی.

ددغو چارو د سرته رسولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د سرپرست شیخ الحدیث دکتور مولوی نورمحمد ثاقب په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ په کچه یوه کمیټه له تیرو څو اونیو راهیسې په مرکز او ولایاتو کې د هیواد له شیوخو او جیدو علماء کرامو سره په اړیکو او د ترجمو د ځایونو په تنظیم بوخت دي او له پرلپسې مجلسونو او مشورو وروسته پریکړې وشوې چې  د مرکز کابل په ګډون به د ټول هېواد په دوه سوه او دوه (۲۰۲) نظامي ځایونو کې او دغه راز په ژوندۍ بڼه په ملي راډیو تلویزیون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کیږي .

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements