د هیواد ستر شخصیت او نامتو عالم مولوى قلم الدين د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست وزير ښاغلي محمد قاسم حليمي سره ليدنه وکړه
په دې ليدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير نوموړى ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بيلابيلو موضوګانو خبري وکړې، ورپسې مولوى قلم الدين د تبريکى ويلو ترڅنګ ورته د لازياتو برياوو غوښتونکى او د اړتيا په صورت کې يې د همکاريو ژمنه وکړه