د وسطیت او اعتدال مقالی لیکنې ته بلنه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۳:۳۹
فراخوان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اعتدال ریاست د سطیت او اعتدال تر نامه لاندې د مقالی لیکو سیالۍ په لار اچولې ده. هغه وګړی چې علاقه لري، پدې سیالۍ کې برخه واخلي د لاندې ذکر شوي سرلیکونو مطابق دی خپلي مقالۍ تنظیم کړئ او لاندې ذکر شوي بریښنالیک ته یې واستوئ.

د اعتدال او وسطیت اړوند مقالې لیکنې د سیالۍ موضوعات او عناوین

1-         د اعتدال او وسطیت پېژندنه، مشروعیت او ځانګړتیاوې:

          د اعتدال او وسطیت مفهوم.

          د اعتدال او وسطیت مشروعیت.

          د اعتدال او وسطیت نښې او ځانګړتیاوې.

 

2-         په ژوندانه کې د اعتدال ارزښت:

          ګټې یې.

          اغیزې یې.

          اعتدال ته د اسلامي امت اړتیا.

 

3-         په اعتدال او وسطیت باندې د ځوانانو روزنه او ارزښت یې:

          د ځوانانو رواني روزنه.

          د ځوانانو فکري روزنه.

          د ځوانانو فزیکي روزنه.

          د ښځو چارو ته پاملرنه.

          ځوانانو ته د اعتدال او وسطیت ارزښت بیانول.

          په صحیحه عقیده باندې د ځوانانو روزنه.

          شرعي علومو ته د ځوانانو هڅول.

          ګټورو فعالیتونو کې ځوانانو ته د ګډون زمینه برابرول.

          د ژوند د بېلابېلو برخو اړوند نویو مسایلو په هکله علماوو او چارواکو ته په مراجعه کولو د ځوانانو روزل.

4-         د اعتدال او وسطیت مجالات (ډګرونه):

          عقیده.

          احکام.

          معاملات.

          اخلاق.

          دعوت او تبلیغ.

          ټولنه.

          اقتصاد.

          سیاست.

 

5-         د اعتدال او وسطیت د تحقق لارې او خنډونه (افراط او تفریط): 

          د اعتدال د تحقق لارې او وسایل.

          د اعتدال د تحقق په لاره کې خنډونه.

          د اعتدال د تحقق د خنډونو د له منځه وړلو لارې.

 

6-         د اعتدال او وسطیت ضوابط او په هکله یې ناسمې انګیرنې:

          د اعتدال او وسطیت ضوابط او قواعد.

          د اعتدال او وسطیت په هکله ناسمې انګیرنې.

د مقالو معیارونه:

1.         مقاله باید له (3000) کلمو څخه کمه او له (5000) کلمو څخه زیاته نه وي.

2.         د لیکنې اصول او قواعد باید په نظر کې ونیول شي.

3.         د مقالې عبارتونه باید سلیس، ساده او روان وي.

4.         د لیکنې مراجع او منابع باید په معیاري توګه درج شي.

5.         د مقالې سافټ او هارډ کاپي باید د لیکوال له دقیقو مشخصاتو سره تر 51/5/1400 هـ ش نیټې پورې د اعتدال مرکز ریاست ته وسپارل شي.

پته: قلعه فتح الله دوهم سړک، کابل.

برښنالیک: Etidal@mohia.gov.af

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS