د چین د خلکو جمهوریت ته د وزیر سفر

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۲:۱۳
چین

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ او له هغه سره مل پلاوي چې د چين هيواد ته يى سفر درلود د چین جمهوریت د مذهبي چارو وزیر ښاغلي وانګ ”ځوون“ او د چین د اسلامي اتحاديې مرستیال جاین ”روبین“ سره د افغانستان د سولې او مذهبي اړیکو په پار په بیجنګ ښار کې لیدنه وکړه.

په دغه کتنه کې وانګ ”ځوون“ ښاغلي مولوي عبدالحکیم ”منیب“ او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: افغانستان او چین دواړه ګاونډي هیوادونه دي او ستاسو راتګ د دواړو هېوادونو په روابطو مثبته اغېزه کولای شي.     
ورپسې دافغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د دوی له تود هرکلي مننه وکړه، او زیاته یې کړه:     
ستاسو مېلمه پالنه ستاسو ښه نیت ثابتوي موږ اوتاسو ګډ مشترکات لرو او په ګډه کولای شو چې کار ورته وکړو موږ تاسو ته تمه لرو چې زموږ ضروري لومړيتوبونه چې سوله یې په سرکې ځای لري له موږ سره یې د تحقق لپاره کار وکړۍ او تاسو کولای شئ چې په یاده برخه کې ښه رول ولوبوﺉ. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS