د ژمي موسم لپاره د دې وزارت د مرکزي ریاستونو دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵،۰۰۰) کیلو مایع ګاز د تدارک او برابرولو پروژه

bakhshi_admin
گاز

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو وګړو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال د ژمي موسم لپاره د دې وزارت د مرکزي ریاستونو دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵،۰۰۰) کیلو مایع ګاز د تدارک او برابرولو پروژه د «ببرک امیري» په نوم سوداګریز شرکت ته چې د جواز شمېره یې ((0101-19238 ده، د کابل ښار، خیرخانه، د لب جر دویم سرک، د دانش کوڅه کې موقعیت لري، د مجموعي (۱،۴۱۲،۵۰۰) یو میلیون څلور سوه دولس زره او پنځه سوه افغانیو په مقابل کې ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دې اعلان څخه د اوو (۷) تقویمي ورځو په موده کې، له اړینو دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې په لیکلي ډول وړاندې کړي.

یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د لاسلیک معنا نه لري او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه نه شي او قانوني مراحل پای ته ونه رسېږي، قرارداد به لاسلیک نه شي

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل) په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل سر بند آفرونه د شرطنامې . . .

Back to tenders