په افغانستان کې د سولې اعلان" کنفرانس په اړه د سعودي عربستان د ديني نهادونو ملاتړ
جمعه | ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰
محمد قاسم حلیمی د ارشاد، حج و اوقافو وزیر نن په حرم شریف کې د حرمینو د ادارې مشر او امام شیخ عبدالرحمن السدیس سره ولیدل.
شیخ سدیس په دې لیدنه کې دافغان سولې په تړاو د مکې د علماوو د کنفرانس داعلامیې ملاتړ وکړ او د ټولې نړۍ لپاره د سولې دعا وکړه، د افغان سولې لپاره یې د سعودي عربستان هڅې وستايلې، او «په افغانستان کې د سولې اعلان» کنفرانس د پرېکړهليک ملاتړ یې وکړ، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ شرعي دليل پاتې نه دی.