په هرات کې د انصاري د وروستیو څرګندونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۴:۱۶
ملا انصاری

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د انصاري وروستۍ څرګندونې په کلکه غندي او دا ډول غیر مسؤلانه او مغرضانه څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر او د هېواد د نافذه قوانینو پر خلاف بولي.

په داسې حال کې، چې زموږ هېواد سولې، ورورګلوي او یووالي ته اړتیا لري او بې له شکه، چې په دغه برخه کې د علماوو رول تر هر چا زیات غښتلی دی.

دا چې د افغانستان سیاسي وضیعت په ډېر حساس پړاو کې قرار لري، دا ډول غیر مسؤلانه څرګندونې په هېواد کې د جګړې اور ته لمن وهل او د دښمنانو له لوري د جګړې بټۍ ګرمول دي، چې پایله يې هم دد ښمن په ګټه ده.

همدا ډول څرګندونې یوازې د بې ګناه انسانانو وژلو ته ادامه ورکول دی.

د ملا انصاري غیر مسؤلاته څرګندونې به بدبختانه په هېواد کې د بې ګناه انسانانو د وینې تويېدنې، مذهبي او فرهنګي مرکزونو، کورونو، سوداګریز او خدماتي فعالیتونو د ویجاړۍ سبب شي.

انصاري په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې نړیوالو اسلامي هېوادونو او نړیوالو اسلامي سازمانونو لکه د سعودي عربستان د حرمینو علماوو، په فلسطين کې دقدس شريف امام او مفتي، د افغانستان علماوو، د هند د دیوبند علماوو، د بنګله دېش علماوو، د مصر د الازهر شریف علماوو، د ترکیې علماوو، د رابطه عالم اسلامي علماوو ، د انډونیزیا علماوو، د اسلامي نړۍ د مسلمانو علماوو د اتحادیې مشر او د نړۍ په کچه په لسګونو نورو مذهبي سازمانونو په افغانستان کې جګړه ورور وژنه بللې او دا یې د دیني ارشاداتو خلاف عمل یاد کړی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په داسې حال کې چې دا ډول مغرضانه څرګندونې غندي او د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د دغه شخص د غیر مسؤلانه څرګندونو پر وړاندې، چې د ټولو اسلامي اصولو خلاف او د هېواد د ملي ګټو پر ضد څرګندونى کوى بېړنی او پر وخت اقدام وکړي او خپل عکس العمل وښیې.

د یادونې وړ ده، چې د انصاري جومات او مدرسه د هغو جوماتونو او مدارسو له جملې څخه دي، چې له دې وزارت سره ثبت اوراجستر نه دي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

BACK TO NEWS