د شریعت او قانون له نظره د ښځو د حقونو څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۰:۸
ورکشاپ

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په کتابتون کې د قانون او شریعت په برخه کې د متخصصو مېرمنو له لوري د دغه وزارت د جندر امرې په همکارۍ د ۱۳۹۹لمریز کال د لېندۍ په ۱۶نېټه ''د شریعت او قانون له نظره د ښځو حقونه'' تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.

ددغه ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري په ټولنه کې دښځو د حقوقو په اړه هر اړخېزه وینا وکړه، نوموړي وویل: له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې د ښځو حقونه د افراط او تفریط قرباني شوي دي، نوموړي وویل، چې د قانون او شریعت له نظره د ښځو د حقونو په اړه ناخبري په ټولنه کې د تاوتریخوالي ستر لامل دی.

ښاغلي مظفري د قانون او شریعت له مخې د ښځو د حقونو په اړه د داډول ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو جوړل ارزښتمند یاد کړل او هېله یې څرګنده کړه، چې دا ډول پروګرامونه به وکولی شي، چې د ګډونوالو د اسلامي معلوماتو زېرمه بډایه او د ښځو د حقونو په اړه په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.

د دغه پروګرام په لړ کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني ویډیویي پیغام هم خپور شو چې په یوه برخه کې داسې راغلي وو:

د اسلام مقدس دین ښځې د جاهلیت زمانې له ظلم څخه وژغورلې او هغوی یې د خپلو اساسي حقونو څخه برخمنې کړې، لومړۍ میرمنې د بېلګې په توګه د واده حق ته اشاره وکړه، چې واده باید د دواړو خواوو په خوښه ترسره شي نه په جبر، زور او بدل. یا هم کله چې له یو بل څخه بېلېږي د انساء مبارک سورة ۱۹ایت مطابق باید له هغې سره سم چلند وشي.

په دغه پروګرام کې ستاره محبت له اسلام څخه د مخه او د اسلام په راتګ سره د ښځو د حقونو په اړه او ددې وزارت د جندر آمرې شکریه سلیمانخیل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ورځني کمپاین سره سم د دغه پروګرام جوړول ډېر مهم و.

یاد پروګرام د قانون او شریعت متخصصو مېرمنو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پالیسۍ ریاست په نوښت په لار اچول شوی و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ او ګډونوالو ته د یاد ګروپ د غړو له لوري د تصدیق پاڼو په ورکولو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق ( ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده

شنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

د حج د مناسکو د اداء کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په داسې حال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۱۱
Background image

په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د اداء کولو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د حج پروسې د ارزونې په تړاو غونډه ترسره شوه

پنجشنبه ۱۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مکه معظمه: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

BACK TO NEWS