د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د میدان وردک، کاپیسا، پکتیکا او غزنی هغو محترمو حاجیانو ته چې د مرکزي زون په شپږم او اووم پرواز کې شامل دي خبر ورکول کېږي، چې د سه شنبه په ورځ ۱۴۴۳/۱۱/۱5ه‍ ق چې د ۱۴۰۱ کال د جوزا میاشتې ۲۴ نېټې سره سمون خوري، د شپې(6بجې سهار) د دویم قسط تحویلۍ اصلي آویز ، د نوبت سند او د حج سفر وسایلو سره د مربوطه پرواز لپاره د چمتو کېدو په موخه د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع ته تشریف راوړي، تر څو د هغوی واکسین او د کرونا (PCR) ټيسټ ترسره شي او په معینو پروازونو کې د حرمین شریفینو پر لور تنظیم شي.

د حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي.

د یادولو وړ ده، چې د حاجیانو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جدا منع دي.

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements