منی شریف ته د افغانستان (۳۰) زره حاجیان د یوم الترویه په ورځ ورسیدل

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۶ - ۹:۳۱
یوم ترویه

۸ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق ( ۵ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) نن د حج لومړۍ ورځ چې د یوم الترویه ورځ بلل کیږي، د اسلامي نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه، څه د پاسه دوه میلیونو حاجیانو په ګډون د افغانستان ۳۰ زره حاجیان د حج د فريضې ‏د اداء کولو په موخه منی ته ورسیدل. د ارشاد، حج او اوقافو وزير او د افغانستان د حج د بعثې عمومي رئيس شيخ الحديث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب له مکې مکرمې څخه منی شریف ته د ټولو افغان حاجيانو د تګ خبر ورکړ او وې ويل: چې نن د ذوالحجې اتمه ورځ ده او حجاج کرام په منی کې په خپلو خیمو کې په عبادت  بوخت دي. او سبا د  ذوالحجې نهمه ورځ به لخیره حاجیان عرفات ته انتقالیږی او هلته به هم په خپل عبادت سره ورځ تېروي. هغه زیاته کړه: په حج کې مشکلات او سختۍ شته؛ خو دا سختۍ د الله تعالی په لار کې دي او حاجیان باید په دې لاره کې له صبر او حوصیلې څخه کار واخلي ‏د یاونې وړ ده چې منی شریف د مکې مکرمې له ښار څخه په پنځه کیلو مترۍ کې موقعیت لري، چیرې چې د حج د مناسکو د آمادګۍ لپاره لومړی د ټولو اسلامي  هیوادونو حاجیان هلته راټولیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS