د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
qerat

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن کریم مکمل حفظ، له تجوید سره.
  2. د تحقیق قرائت له تجوید سره (حسن قرائت).

شرایط:

  1. ګډونوال باید د قرآن کریم مکمل حافظ وي.
  2. عمر یې باید له ۱۸ کلونو کم او له ۳۵ کلونو زیات نه وي.
  3. ګډونوال باید نارینه وي.

له ټولو علاقه‌مندانو او ګډون‌کوونکو څخه هیله کېږي چې د امتحان ورکولو لپاره، د دوشنبې په ورځ سهار اته (8) بجې د /۱/۱۴۰۴ هـ ش نېټه، د قاریانو چارو ریاست ته حاضر شي، ترڅو چې کوم اجراآت په نظر کې نیول شوي دي ترسره شي.

پته:  د کابل نړیوال هوایي ډګر سړک، د آریانا هوټل ترڅنګ.

یادونه: د نوم‌لیکنې لپاره مهرباني وکړئ له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­(📞 0764731420)
 

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د قرآن کریم د حفظ او تجوید ملي سیالیو دیارلسم پړاو او د قرآن کریم حُسن قراءت سیالیو لومړی پړاو د هېواد د (۳۴) ولایتونو په ګډون، د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته . . .

Back to announcements