له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریاليتوب سره بشپړه شوه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۲:۱۰
روند بازگشت

۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ چې د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته په منظم ډول پیل شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده، د دغې لړۍ وروستی پرواز نن ورځ د آریانا افغان هوايي شرکت له لوري تر سره شو چې پکې (۱۸۹) تنه افغان حاجیان خپل هېواد ته بېرته راستانه شول.

په همدې موخه د کابل ښار د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د حاجیانو د وروستي پرواز د رارسېدو په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د دې وزارت مرستیالانو، د كورنيو چارو وزارت مرستیال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، د وزارت د مرکزي ریاستونو رئیسانو، د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو استازو، د کابل نړیوال هوایي ډګر مسؤولینو او په  دغه وروستي پرواز کې راغلو حاجي صاحبانو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: سږ کال د الله ﷻ په نصرت سره مونږ وکولای شول چې له افغانستان څخه پوره (۳۰) زره حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو په (۹۷) پروازونو کې د حج مناسکو د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال کړو، د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته د افغان حاجیانو د بیرته راستنیدو لړۍ پیل شوه چې ټول افغان حاجیان په خیر او عافیت سره بیرته خپل هېواد ته را انتقال شول .

نوموړي زیاته کړه چې دا د افغان حاجیانو سره یو خاص الهی نصرت او پیروزینه وه چې دوی په پوره توګه حرمینو شریفیونو ته انتقال شول او د حج سعادت يې په برخه شو حال داچې ځینې نورو هېوادونو دا ونه کړای شول چې خپل ټول حاجیان انتقال کړي، نوموړي وویل الحمدلله سږ کال د افغانستان حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د عمارو(هستوګنځایونو)، ټرانسپورټ، تغذیې، روغتیا او نورو برخو کې د وزارت له لوري غوره او په زړه پورې خدمتونه برابر شوي وو، ترڅو حاجیان و کولای شي چې په ښه او ارامه فضاء کې خپل مناسک ترسره کړي، هغه همداراز وویل چې سږکال د حج په موسم کې د ځینو ناروغیو، زیات عمر او ټرافیکي پیښو له امله  (۱۸) تنه افغان حاجیان وفات شوي دي، چې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله او دغه راز د نورو هېوادونو په نسبت ډيره کمه ده.

همدارنګه  نوموړي وویل، چې سږ کال  زمونږ حاجیان له خدمتونو راضي او خوښ وو، هڅه کېږي چې په راتلونکو کلونو کې د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه ورته برابره کړو، ښاغلي ثاقب د خپلو خبرو په پای کې د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو، اړونده اماراتي ادارو او د سعودي عربستان له شاهي دولت څخه ځانګړې مننه وکړه، چې افغان حاجیانو ته یې د غوره اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري کړې ده.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري خبرې وکړې، نوموړي وویل چې د کورنیو چارو وزارت د افغان حاجیانو د امنیت په برخه کې همیشه خپلې هڅې جاري ساتلي دي او په ټولو ولایاتو کې افغان حاجیان په خوندې توګه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په غونډه کې نورو ګډونوالو په خپلو خبرو کې وویل ډېر د خوښۍ ځای دی چې افغان حاجیان د حج د فریضې له اداء کولو وروسته خپل هېواد ته په خیر او عافیت سره راستانه شول، دوی وویل مونږ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ څخه مننه کوو چې په بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره یې د اړوندو ادارو په همغږۍ د هېواد دننه او په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو لپاره ښې اسانتیاوې رامنځته کړې وې، دوی د حاجیانو لپاره د مبرور او قبول شوي حج دعاء وکړه.

غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS