په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
موی مبارک

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس، د وزارت د اداري او مالي مرستیال، محترم مولوي عارف الله عارف په مشرۍ یو پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ او په ترڅ کې یې د هغې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوبو متبرکاتو (کمیس مبارک او خولۍ مبارکې) ‏د خوندي ساتنې په موخه جوړیږي.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال، ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د لوګر والي مولوي صلاح الدین ایوبي، د وزارت یو شمېر رئیسانو، د لوګر ولایت اړوندو امارتي ادارو مسؤولینو او ګڼ شمېر علماء کرامو ګډون کړی وو.

یادې غونډې ته د وینا پر مهال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال د متبرکاتو او مقدساتو د ساتنې د اهمیت او اررښت په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي عارف وویل: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوبو متبرکاتو درناوی، ساتنه او راتلونکو نسلونو ته یې په سالم ډول لېږدول ‏د هر مسلمان ستر مسؤلیت دی، نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د ودانۍ د جوړېدو پر مهال به د ودانۍ کیفیت او د ساتنې ټولو اړوندو برخو ته په پوره توګه پاملرنه کیږي، ترڅو دغه اسلامي میراث په ښه توګه خوندي پاتې شي.

ورپسې د لوګر والي، ښاغلي مولوي صلاح الدین ایوبي خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له دې مهم اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دغه متبرک ساتنه د لوګر ولایت د خلکو لپاره د افتخار ځای دی او د دې ودانۍ جوړېدل به د دیني او روحاني ارزښتونو د ساتنې په برخه کې یو تاریخي ګام وي.

 د یادونې وړ ده چې یاده ودانۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اوقافي بودیجې څخه د (۳۴,۴۳۹,۶۹۸) څلور دېرش میلیونه او څلور سوه نهه دېرش زره او شپږ سوه او اته نوي افغانیو په لګښت، په درې پوړو کې له ټولو اړینو محلقاتو سره په پاخه او اساسي ډول جوړیږي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال معرفي شو

شنبه، ۶/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/ جوزا/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ‏د یوې ځانګړې غونډې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۳۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او د حج پروسې د رهبرۍ په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ

پنجشنبه، ۴/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱/جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب مکې مکرمې ته د روان کال د ټولو دیرش زره (۳۰۰۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۳۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د لوګر ولایت له والي سره د کتنې ترڅنګ د مُتَبَّرك د خوندي ساتلو په موخه د جوړېدونکې ودانۍ چارې وارزولې

۳۰/ذوالقعدة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۷/ ثور/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د یوه هیئت په مشرۍ لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد. . .

BACK TO NEWS